د افغان سولې لپاره ورځ تر بلې هیلې او اندېښنې زیاتې کېږي. هیلې له دې امله چې نړیوالې هڅې زیاتې شوي او اندېښنې له دې پلوه دي چې لا هم دغه مذاکرات د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي چې له دغه حالت څخه نه افغان ولس او نه هم حکومت راضي دی.
د افغانستان ګاوندي هیوادنه هم غواړي چې افغانستان ته یوه با ثباته او تل پاتې سوله رشي. یوازې پاکستان هیواد دی چې هېڅکله یې هم د افغانستان خېر ندې غوښتی او اوس چې هم د سولې خبرې روانې دي، ټولو هیوادونو له خپلې وسې پکې ونډه اخیستې ده. پاکستان هم په خوله نارې وهي چې افغانستان ته به سوله راولو خو په زړه کې هېڅکله هم نه غواړي چې سوله راشي. ځکه چې د افغانستان په سوله کې دوی د خپل ځان خیر نه ګوري. له همدې امله د سولې د سبوتاژ کولو او یا حداقل د خپلو اجنډاو په سیوري کې د سولې د راتګ هڅه کوي.
ښاغلي غني د سولې په تړاو خپلو هیواد والو ته دا ډاډ ورکوي چې افغانستان ته به سوله حتماً راځي، خو باعزته او تلپاتې سوله. داسې سوله چې د ټول ولس سر او مال پکې خوندي وي، ځکه موقته او هغه وارداتي سوله چې خدای مکړه د یو بل ناورین د پیلېدو لامل شي، هیچاته هم د منلو وړ نه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني له همدې امله وایي چې د افغان سولې په برخه کې بېړه مهمه نده ،بلکې له دقت او تدبیر څخه باید کار واخیستل شي. د سولې راتګ ته ټول تلوار لري، مګر سوله په تلوار نه راځي، سوله په دقت او برنامه راځي، تر څو د سولې د راتګ او پخلاکېدونکو طالبانو د جلب او جذب ټول اړخونه وسنجول شي.
ولسمشر غني استدلال کوي چې که چېرې د سولې په راتګ کې د دقت او تدبیر پرځای له بیړې کار واخیستل شي، نو د نویمو کلونو غوندې به یو ځل بیا هیواد کورنیو جنګونو ته لاړ شي او هیڅوک هم دا نه غواړي چې تېر ناورین او ترخې تجربې بیا تکرار شي، ځکه د څلورو لسیزو جګړو د خلکو زغم پایته رسولی دی، دوی یې نور د زغم تاب نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ښاغلي خليل زاد د افغان سولې په تړاو له طالبانو مشرانو سره ليدنې کړي له هغوی سره یې مخامخ خبرې کړي دي. خو طالبانو هېڅ ورته د افغان سولې په تړاو کومه خبره نده کړې. نه هم د دغو مذاکراتو مهم مسایل رسنیز شوي دي. طالبان بار بار همدا یوه خبره کوي چې امریکایي سرتيري دې له افغانستان نه ووځي بیا به مونږه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنو او د هغوی په شتون کې دا ناشونې ده چې مونږه به ورسره د خبرو مېز ته کېنو. مګر امریکا بیا وایي چې د مذاکراتو موخه د امریکایانو وتل، نه بلکې افغان سوله ده او تر هغو چې سوله تامین نشي، نو افغانستان به ونه وځي.
ښاغلی غني بیا وايي چې که طالبان افغان حکومت ته مشروعیت نه ورکوي، نو په دې هم باید فکر وکړي چې دوی خپل مشروعیت له کوم ځای نه تر لاسه کوي.
وروستي