
د اذربایجان مرکز باکو کې د تېرې پنجشبنې په ورځ د باکو نړیوالې مجمع کې ولسمشر غني ته د نړیوالې سولې او امنیت په برخه کې د هغه د همکارۍ د قدرونې په موخه ګنجوي نظامي نړیواله جایزه ورکړل شوه.
ولسمشر غني د دغې جایزې مستحق دی، ځکه له کومې ورځې چې هغه واک ته رسېدلی دی، نو د جنګ د مدیریت تر څنګ یې د سولې ناره ښه په صداقت بدرګه کړې. هغه د افغانستان هر افغان وسله وال مخالف ته له همغې لومړۍ ورځې په وضاحت او صراحت ویلي چې جنګ د حل لاره نه ده، نو راځئ چې پر خپلو ستونزو د بین الافغاني مذاکراتو له لارې بحث وکړي او بالاخره یوې نتیجې ته ورسېږو.
د ولسمشر غني د همدغه وړاندیز او بلنې په پایله کې له حزب اسلامي سره د دولت د سولې مذاکرات بریالي شول، ځکه دغه مذاکرات په خپله ولسمشر غني له نږدې تعقیبول. د حکومت او د حزب اسلامي د سولې پلاوي د دواړو لورو غوښتنې او شرایط لېست کړل، پر هغو یې بیا بیا بحثونه وکړل، بحثونه هوکړې او نتیجې ته ورسېدل او په پایله کې یې د حزب اسلامي امیر او د هغه وخت نور جنګیالي عادي او سوله ییز ژوند ته ستانه شول او اوس هغوی په افغانستان کې د استوګنې، تګ راتګ او سیاسي فعالیت اجازه لري او له خپل دغه حق څخه استفاده کوي.
همدارنګه ولسمشر غني وسله والو طالبانو ته هم بار بار د سولې بلنه ورکړه. د دې ترڅنګ یې د امریکا په ګډون د نړۍ ټول هیوادونه دېته قانع کړل چې جنګ د حل لاره نه ده او د سولې له لارې باید په افغانستان کې روان جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي. د ولسمشر غني د دغو همېشنو او ځانګړو هڅو او پاملرنې له برکته نړۍ او سیمه سولې ته قانع شوه او د امریکا متحدو ایالتونو چې کومه ستراتیژي وه په هغې کې سولې ته ځای ورکړل شو او بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلیزاد په مشرۍ یو پلاوی وګوماره چې له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.
لنډه دا چې د ولسمشر غني دغو سوله ییزو هڅو رنګ راوړ او په ډېر نږدې راتلونکي کې به که خدای کول افغانستان د تلپاتې او باعزته سولې خاوند شي، نو له همدې امله هغه د دې مستحق دی چې د سولې نړیوالې او تر دې لویې جایزې ورکړل شي. ولسمشر غني و چې د سولې موضوع یې په جدیت مطرح کړه، بیا یې ور پسې تعقیب کړه ، په دې اړه یې سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه کړه. پر سوله یې تمرکز زیات کړ، د خلکو پوښتنې او اندېښنې یې ځواب کړې او بالاخره یې د کوچني اختر له اوربند وروسته وسله وال طالبان هم سولې ته وهڅول او دا باور موجود دی چې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې به ډېر ژر که خدای کول په افغانستان کې روان جنګ پای ومومي.