
د ولسمشر کرزي پرمهال جنګسالاران دومره وپړسېدل چې هر یوه یې په خپلو سیمو کې امپراتورۍ جوړې کړې. اسماعیل خان د هرات، حاجي قدیر د ننګرهار، جنرال دوستم، جمعه خان همدرد او عطامحمد نور د شمال امپراتوران وو. مګر د بهرنیانو په مرسته یې په همغه لومړیو کې اسماعیل خان له هرات څخه د وزارت د امتیاز او حاجي قدیر هم د وزارت امتیاز په ورکولو له خپلو ولایتونو څخه مرکز ته راوستل. جمعه خان همدرد له ازبکو سره د برخورد په پایله کې پکتیا ته تبدیل شو، مګر جنرال دوستم او عطامحمد نور په خپلو سیمو کې پاتې شول.
دغو جنګسالارانو ورځ تر بلې د فساد، قاچاق، مافیا، غلا او نورو لارو څخه پرېمانه پیسې ترلاسه کړې، هم د منصب او هم د شتمنۍ خاوندان شول. دوی تر دې کچې ورسېدل چې د مرکزي حکومت نامرماني یې شروع کړه او له همدې امله عطا محمد نور د شمال د امپارتور شهرت وموند.
ولسمشر غني چې کله واک ته ورسېد، نو له همغه لومړي سره یې د وسله والو، زورواکانو او جنګسالارانو پر وړاندې خپله مبارزه اعلان کړه او په دې برخه کې یې جدي اقدامات وکړل. عطامحمد نور یې تر ډېره وخت سرپرست کړ او په دې کار سره یې هغه ته شکنجه ورکړه، ځکه خپله عطا وړاندیز وکړ چې د څو ورځو لپاره دې والي کړي، بیا په خپله استعفی کوي.
د اقینې بندر د اورګاډي پټلۍ پرانیستې څخه چې ولسمشر غني راستون شو، نو په مزار کې یې شپه او ورځ له عطامحمد نور سره تېره کړه. هغه یې ځانته رانږدې کړ، مګر کله یې چې ولیدل هغه غواړي سو استفاده وکړي، نو تېر کال یې د هغه پرځای نوی والي د عطا پرځای معرفي کړ. عطا په اعتراض لاس پورې کړ، مګر اوږدو او پرلپسې اعتراضونو یې ګټه ونه کړه، ځکه اخر هم له خپلې دندې وشړل شو. کوم امتیازونه یې چې غوښتل هغه هم ورنه کړل شول.
د راتلونکو ټاکنیزو ټکټونو لپاره عطا محمد نور د ښاغلي اتمر تر څنګ ودرېد او تېره اونۍ ولسمشر غني د بلخ د امنیه قومندان پرځای چې د عطا محمد نور سړی و، بل کس معرفي کړ چې په مقابل کې یې عطا محمد نور او د شمال امپراتور یو ځل بیا اعتراض وکړ او ګواښ یې وکړ چې هغه به نوي قومندان ته د دندې اجازه ورنه کړي، مګر د کورنیو چارو وزارت او د پولیسو خاص قطعات لاړل، د عطا محمد نور کسانو یې پر وړاندې مقاومت وکړ او د مقاومت په پایله کې زیات غیر مسوول وسله وال ونیول شول او د نوي امنیه قومندان په معرفي کولو سره د شمال امپراتوري چې غیر مسوول وسله وال، غله، مافیا او قاچاقبران به ورباندې نازېدل را نسکوره شوه.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس غښتلي شوي دي او د دوی ترمنځ اوس همکاري او همغږي هم شته، دوی اوس فوق العاده د مرکزي نظام او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان د امر تابع دي او بادي امپراتوران یې پر وړاندې هیڅ مقاموت هم نشي کولی. نوره زورواکي او جنګسالاري په افغانستان کې نتیجه نه ورکوي او نه به هم کوم اغېز ولري، ځکه اوس افغانستان پیاوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه لري.