پاکستان ولې د افغانستان د دوستۍ ورغځېدلی لاس ونه نیوه؟

 
څومره چې د اسیا د زړه او څلور لارې په توګه د افغانستان امن او ثبات د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په ګټه دی، نو همدومره د افغانستان جنګ او ناامني هم د سیمې لپاره زیان اړونکې ده، ځکه د جنګ اور یوازې تر افغانستان پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د افغانستان له پولو څخه اوړي. وخت ثابته کړه چې که په افغانستان کې امن نه وي، نو تاو یې سیمې او ګاونډه څه چې ان ټولې نړۍ له واشنټګن څخه تر نیویارک او له فرانسې څخه د نړۍ تر هرې ګوښې رسېدلی شي.

مګر د دې باوجود هم د افغانستان دوه ګاونډي ایران او پاکستان درګرده په افغانستان کې د جنګ دوام ته کار کوي، دلیل یې دادی چې دوی په دې ډول د افغانستان له منابعو څخه په غیرمشروع ډول استفاده کوي.

ترڅنګ یې پاکستان او ایران له هغو هېوادونو څخه دي چې د افغانستان له حالاتو څخه تر ټولو زیات متاثر دي، ځکه موږ وخت ناوخت په دغو هیوادونو کې هم د جنګ، بریدونو او ناامنیو شاهدان یوو.
له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ته رسېدلی، نو د سیمې او ګاونډیو هیوادونو باندې یې بیا بیا غږ کړی، خطرونو او فرصتونو ته یې متوجه کړي او دېته یې هڅولي دي چې په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه باید اصولي او قانوني ګټه وکړي او خصوصاً له پاکستان سره یې د مناسباتو یو نوی څپرکی پرانیست. هغه ښایي د افغانستان لومړی جمهور رئیس وي، چې د هندوستان په حواله یې د پاکستان اندېښنو ته رسیدګي وکړه. نوموړي د هند پرځای پاکستان ته لومړیتوب ورکړ، مګر پایله یې برعکس راووتله، ځکه چې پاکستان د ولسمشر غني د سولې، دوستۍ او ملګرتیا ورغځېدلی لاس ونه نیوه، دلیل یې دا وو چې پاکستان فکر کاوه ولسمشر غني به هم د ولسمشر کرزي په څېر له پاکستان مه واره بله مخه او لاره ونه ویني او تر پایه به ځان د پاکستان همکارۍ ته احتیاج ګڼي، مګر د پاکستاني مقاماتو دا فکر غلط و.

ولسمشر غني نور بدیلونه هم لرل، مګر له پاکستان سره د ګڼو مشترکاتو په خاطر یې پیل او لومړیتوب له پاکستانه و، خو چې پاکستان ناغېړی وکړ، نو د دوی پرځای هند خپل لاس را اوږد کړ او د ولسمشر غني د ملګرتیا لاس یې په نهایت درناوي ونیوه او له دې امله ولسمشر غني د پاکستان پرځای هند ته مخ ور واړاوه.

ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو د نوي څپرکي د پرانیستې او د ملګرتیا د پیلولو په موخه ان G.H.Q ته لاړ او هلته یې د نظامي حکومت له مقاماتو سره هر اړخیزې خبرې وکړې.

خو درېغه چې پاکستان د ولسمشر غني د دوستۍ او ملګرتیا نیت او اراده درک نه کړه، پاکستاني مقامات په بل خوب او خیال کې و، نو له همدې امله د دوستۍ، محبت او همکارۍ دا موده لنډه وه، ځکه د وخت په تېرېدو سره یو ځل بیا دواړه غاړې شکایتونه کوي. دواړه غاړې یو پر بل تورونه لګوي. او کله داسې ښکاري د امن، دوستۍ او محبت کوم خوبونه چې لیدل کېږي، هغه نه پوره کېږي او د دې ټولو لامل پاکستان دی، د دې ملامتیا د پاکستان په غاړه ده.