
ډېر خلک په دې هم د مقام او څوکۍ وږي او لېواله وي چې دوی په شخصي او شخصیتي لحاظ ډېر عادي وي، مګر مقام او څوکۍ یې غټوي. مګر کم شمېر بیا برعکس شهرت ته ځکه اړتیا نه لري، چې دوی د سیمې او نړۍ په کچه پېژندل شوي وي او خپل نفوذ او تاثیر لري. په افغانستان کې د لومړۍ کټګورۍ خلکو کمی نشته، مګر دویمه ډله خلک نهایت کم او ان د ګوتو له شمېر څخه هم کم دي. حتی که ووایې چې په افغانستان کې به له دویمې کټګورۍ خلکو څخه یوازې او یوازې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني وي.
هنري کسینجر ویلي، هغه خلک چې پېژندګلوي ته اړتیا نه لري، هغوی ډېره تمنا لري او دېته لا ډېر لېواله وي چې تعریف او ستاینه یې وشي، مګر دا موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په اړه صدق نه کوي، ځکه هغه نه یوازې په ملي او سیمه ییزه یا نړیواله کچه پېژندل شوی او تاثیر لرونکی شخصیت دی، بلکې په اوسنۍ عصري نړۍ کې نادره او واقعي فرهنګي شخص، واقعي فکري رهبر دی. دی هغه څوک دی چې په بین المللي کچه یې مهمې دندې ترسره کړي او دا مهال یې د ولس په رایه او اراده د هېواد رهبري ترلاسه کړې او په دې برخه کې شپه او ورځ د جنګ ځپلي افغانستان د هوساینې، سوکالۍ، ثبات او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.
ولسمشر غني غواړي چې په اساسي او دایمي توګه افغانستان له جنګ او بحران څخه وباسي. له نړۍ او سیمې سره د افغانستان دوستانه مناسبات او اقتصادي همکارۍ پراخه کړي. په کور دننه انکشاف ته زمینه برابره کړي. خپلې ملي برنامې او اقتصادي پلانونه داسې تطبیق کړي چې د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راشي. ولسمشر غني د ابادۍ فکر، پوهه او اراده لري او په یوازې ځان پر وطن د حاکمې مافیا، زورواکانو، جنګسالارانو او ټولو پر وړاندې جنګېږي. د ترهګرۍ ضد مبارزه او جګړه رهبري کوي. د ګاونډیانو لاس وهنو ته نه یوازې بیدار دی، بلکې د هغوی مخه نیسي او بار بار یې د دولت په دولت اړیکو ته هڅولي دي.
ولسمشر غني خپل ارام پر ځان نارامه کړی. خپل هوسا ژوند یې پريښی او شپه او ورځ کار کوي. هغه وایي چې خپله هوساینه او ارامي د هیواد او ولس په ارامۍ کې ویني او د همدې لپاره یې دا لوی ارمان او هیله ده چې خپل هیوادوال له اوسني وضعیت او ناورین څخه وباسي. د همدې لپاره یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه خپل ځان نومولی دی. هغه غواړي خپل ناتمام کارونه او پروژې او د غازي امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي.
مګر په دې منځ کې ځینې مافیایي ډلې، کړۍ، افراد او اشخاص هره ورځ ولسمشر غني ته ستونزې او خنډونه پیدا کوي. د کارونو او پرمختګونو مخه یې نیسي. بد رد او سپکې سپورې ورته وایي، هغوی فکر کوي چې په دې ډول به ولسمشر غني احساساتي کړي. عکس العمل ته به یې وهڅوي او له خپلو اصلي برنامو څخه به یې را وګرځوي، مګر هغه د هیڅ شي او هیچا پروا نه لري، یوازې په خپلو ملي او اقتصادي برنامو تمرکز لري.