سرکی فکرونه ستا پراته دی نورڅه نه لرمه
زړه کی دردونه ستا پراته دی نور څه نه لرمه
ګرځی ملنګ دزمانی شوزما څیری ګریوان
په کی رازونه ستا پراته دی نور څه نه لرمه
راشه که ګوری زما خوارنصیب دښکلی جمال
نن پری ګردونه ستا پراته دی نور څه نه لرمه
اشنا زما دسوال کچکول کی ستا د تورو سترګو
تش ارمانونه ستا پراته دی نور څه نه لرمه
بیلتونه وګوره دننه دزړګی مالت کی
ستا تور تمونه نن پراته دی نورڅه نه لرمه
وروستي