خوب

بیامــی دزړه ژبه کــی دمینی نغمی پاتی شوی
شپی دګوډو هیلو کی داوښکو کیسی پاتی شوی
تا ویل قربان دی شــــمه ووایه حــــــــالونه نن
ورکه د خاطر سره په خوله حوصلی پاتی شوی
ځان نه شوم بی باــکه دتسل په اوښکو ډوبه بیا
ستا دلمـن غیږ سره په سرکی نشی پاتی شوی
دا څنګه شیبه وه چی مو ستورو دزړه حال لیده
ستا رڼا دمخ ته مـــــی له یاده ډیوی پاتی شوی
سترګو مـــــــی یقیین ستا دلیدو په نظر نــــه کاوه
څاڅکی څاڅکی اوښکی رانه ډکی پیالی پاتی شوی
مـــــا وی د زړه غوټه د کلو به درته وسپړم
لیری شوم له ځانه رانه تللی شیبی پاتی شوی
ما ویل په خوله به نن خبری دزړه وکړمــــــه
هیرشوله هرڅه رانه خوږی او ترخی پاتی شوی
وګــــوره لمبــــو دلیونی مینی څـــــــــه کار وکړ
دادی په ګوګل می راته خاوری ایری پاتی شوی
نه ومه خـــــبره چی داخوب وو زه ویده ومـــــه
څه یی شو تعبیر راته په زړه کی ګیلی پاتی شوی
رڼا مومندی