دزړه په سر کې مې دردونه هيرولی نه شم
ماچـــــې ليدلی دی رازونه هيرولی نه شم
ماته متين عزم دمينې او ايمان په کاردی
که نه په سترګو کی حالونه هيرولی نه شم
څومره که وسپړم موسکا سره غوټی دشوڼډو
سترګو کی اوښکی بارانونه هيرولی نه شم
نوریی تارونه لاری لاری دګڼډلو نه دی
په ټټرڅيری ګريوانونـــــــه هيرولی نه شم
کله به هير شی چاچی ډوبه دارمان بیړی کړه
داسی بی رحمه طوپانونه هيرولی نه شم
په سپين سحر چی می وطن شو دتيارو لمنه
هغــــــه د ظلم ماښامونــــــــه هيرولی نه شم
وطنــــــــه، کله دانکار ده مينه زړه کی دتا
هغـــــه په سرکی دی فکرونه هيرولی نه شم
څومره ترخی دشومدم دا انګازی شوی په ما
په زړه ويشتلی آوازونـــــه هيرولی نه شم
لايې داغونه د زړګی هره نغمـــــــه ژړوی
بیلتونه ستا خو ګزارونه هيرولی نه شم
رڼا ژوندون دی که یو څپه خندا وګرځی
دوطن یاد کی می غمونه هيرولی نه شم
رڼا مومندی امريکا
وروستي