افغانستان په خپلو پښو ودرېږي

د افغانستان پر وړاندې لوی تهدید روان جنګ دی، هر وخت چې جنګ پایته ورسېږي، سوله او امن راشي، نو افغانستان په ډېر لږ وخت کې په خپلو پښو د ودرېدو توانایي لري، ځکه افغانستان څو ښېګڼې لري. تر ټولو لومړنۍ ښېګڼه یې داده چې خدای تعالی پرېمانه طبیعي زېرمې ورکړې دي او د دغو زېرمو ښه والی دادی چې د افغانستان په یوه سیمه پورې محدودې نه دي، بلکې د افغانستان هر ولایت او زون د اوبو، کانونو، باد، بوټو، ځمکې او نورو له پلوه دا ظرفیت لري چې که موثره استفاده ورڅخه وشي، نو نه یوازې اړونده سیمه او ولایت بلکې، ټول هیواد ورسره په پښو ودرېدلی شي.

د بېلګې په توګه د افغانستان غربي حوزه حتی د نړۍ په کچه پرېمانه بادونه لري، د لومړنیو اټکلونو له مخې که اساسي پانګونه ورباندې وشي، نو د ۶۵ زره میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. ولسمشر غني مونیخ ته د وروستي سفر پرمهال د زیمینس کمپنۍ له مسوول سره په دې اړه خبرې کړي او په پام کې ده چې نوموړی په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او له دغې سیمې او بادونو څخه له نږدې لیدنه وکړي.

کله چې افغانستان ۶۵ زره میګا واټه برېښنا یوازې له باد څخه ترلاسه کړي، نو افغانستان به ډېر ژر نه یوازې د برېښنا له پلوه خپلې اړتیاوې په کوردننه پوره کړي، بلکې د سیمې په کچه به د برېښنا په لوی تولیدونکي هیواد بدل شي. همداسې د افغانستان ځمکې، کانونه، اوبه او نورې زېرمې د افغانستان د خودکفایۍ لپاره نه یوازې بسنه کوي، بلکې ورڅخه اضافه هم دي.

د افغانستان بله ښېګڼه داده چې خلک یې زحمتکشه دي، د نورو غوندې استراحت طلبه، لټ او تنبل نه دي روږدي. که چېرې دوی ته په بېلابېلو برخو کې کاري زمینې برابرې شي، نو باور دی چې ډېر ښه به په کې وځلېږي، لکه د افغانستان د کرکټ ټیم ځوانان چې په لږ وخت کیې یې د نړۍ پآم ځانته ور واړاوه.

تر ټولو مهمه لا دا چې ولسمشر غني د افغانستان د خودکفایۍ لپاره نه یوازې موثرې برنامې لري، بلکې هغه دا توانایي لري چې د نړیوالو پانګوالو او متخصصینو پر مټ د افغانستان له طبیعي زېرمو، داخلي امکاناتو او شته فرصتونو څخه د هیواد د ابادۍ لپاره اعظمي ګټه واخلي. د سیمې او نړۍ هیوادونه هم دلچسپي لري چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. حتی په دې وروستیو کې د افغانستان موقعیت هم ولسمشر غني په یو لوی فرصت بدل کړی او که خدای کول په نږدې راتلونکي کې به له دې لارې څخه د هیواد داخلي عواید ډېر لوړ شي.

لنډه دا چې افغانستان د خودکفایۍ لپاره بهرنیو مرستو او بسپنو ته نه، بلکې یوازې دېټه اړتیا لري چې له افغان وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې پروسه بریالۍ کړي. وسله وال طالبان د پاکستان، ایران، روسیې، چین ا و نورو له منګولو ازاد کړي او هغوی ته دا ذهنیت ورکړي چې د هیواد د بربادۍ پرځای د هیواد په ابادۍ کې برخه واخلي، ځکه که سوله راغله، نو دلته به په څو کلونو کې هر څه ډېر ژر او مثبت بدلون ومومي.