
افغانستان خو اول په رښتینې مانا سیاسیون نه لري، ځکه چې دلته سیاسي ګوندونه په هغو معیارونو نه دي رامنځته شوي چې قانون یې وړاندوینه کړې، بلکې دلته جهادي ډلې وې. د روسانو له وتلو وروسته چې کله دوی واک ته ورسېدل، نو خپل جهادي آو نظامي ګوندونه یې په سیاسي ګوندونو بدل کړل.
دویمه خبره داده چې دوی لا هم وسله والې ډلې لري. حزبي سیاست یې موروثي شکل لري. ټول د یو شخص او یوې کورنۍ په انحصار کې دي، موږ ولیدل چې په افغانستان کې څو جهادي رهبران چې په عین وخت کې ځانونه د سیاسي ګوندونو مشران هم بلل، وفات شول، مګر د دوی له مړینې وروسته نه حزبي انتخابات وشول او نه کوم بل اصل ته پام وشو، بلکې د هغوی له مړینې وروسته اتومات د دوی زامن د دوی ځایناستي شول.
د سیاسیونو او سیاسي حزبونو بله عمده ستونزه داده چې دوی په ملي مسایلو کې یا نهایت بې تفاوته دي او یا هم یوازې او یوازې د شخصي مفاداتو په فکر کې دي، له همدې امله په ډېرو مواردو کې سکوت اختیاروي، یوازې هغه مهال خپل غږ پورته کوي چې کله یې شخصي ګټې په خطر کې شي. دوی خصوصاً د ولسمشر کرزي په دیارلس کلنه دوره کې بد روږدي شول، ځکه دوی به تل د باج اخیستلو په خاطر په حکومت فشار راوړ او حکومت به ورته په مقابل کې باج ورکاوه، مګر ولسمشر غني دغه دود پایته ورساوه.
په تېرو څلور نیمو کالو کې دوی ته د هر ډول امتیازاتو ورکړه ودرول شوې، دوی یوازې او یوازې د مهمو ملي مسایلو او تصامیمو پرمهال د مشورې لپاره را غوښتل کېږي چې اکثریت یې نه راځي. له همدې امله دی له حکومت سره عقده را اخیستې او په ډېرو مواردو کې داسې کړنې او څرګندونې کوي چې حتی د نظام او د هیواد د ملي ګټو په زیان دي.
ښه بېلګه یې د مسکو په غونډه کې د مخکېني ولسمشر کرزي په ګډون د یو شمېر سیاسیونو ګډون وو. دوی ځکه په مسکو غونډه کې ګډون وکړ چې غوښتل یې په دې ډول سره پر حکومت فشار راوړي، مګر دوی دا هېره کړه چې په خپل دې کار سره له یوې خوا طالبانو ته مشروعیت ورکوي او له بل لوري که حکومت منزوي کېږي، نو دا د افغانستان په تاوان دی، ځکه د افغانستان استازیتوب سیاسیون نه کوي، بلکې د افغانستان حکومت چې د خلکو په رایه رامنځته شوی دی، د ولس استازیتوب کوي.
د مسکو غونډه کې د دغو سیاسیونو ګډون طالبانو ته یو څه زیات جرئت وکړ او له همدې امله هغوی اوس رېنګه کړې او له حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو څخه ډډه کوي، دوی فکر کوي چې سیاسیونو او بهرنیانو سره د جوړجاړي په پایله کې به واک تر لاسه کړي. مګر دوی دې دا نه هېروي چې د افغانستان د ولس ملاتړ نه له طالبانو سره دی او نه د افغانستان له سیاسیونو سره، بلکې ولس د حکومت تر شا ولاړ دی او تر هغو چې طالبان له حکومت سره د سولې مذاکرات ونه کړي، نو د دوی هڅې او مذاکرات به هیڅ نتیجه هم ورنه کړي. دوی ته ښایي د ولس رښتینی استازی وپېژني او له هغوی سره خپل مسایل او ستونزې مطرح کړي.