د بلخ نوی امنيه قومندان (عبدالرقيب مبارز) وپېژنئ

د بلخ نوی امنيه قومندان (عبدالرقيب مبارز) وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوکړه او کورنی ژوند: عبدالرقيب مبارز د سید عالم زوی چې په ۱۳۶۰ لمريز کال کې د بغلان ولايت په اندراب ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. د عبدالرقيب مبارز کورنۍ یو ديني او په خپله سيمه کې اغېز لرونکې کورنۍ وه.

زده کړې:
عبدالرقيب مبارز خپلې لومړنۍ زدکړې په خپل کلي کې کړې دي. په ۱۳۶۸ل کال کې د بغلان ولايت اندراب ولسوالۍ په سنګبران نومي ښوونځي کې شامل او په ۱۳۸۰ل کې يې دولسم ټولګی په کې بشپړ کړ.

د ليسانس دورې زده کړو په اړه يې ويل شوي، چې د هېواد په يو خصوصي پوهنتون کې يې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي‌.

دندې:
د ښوونځي له زده کړو وروسته افغان ملي پوځ ته لاړ او د يو شمېر پوځي زده له تر سره کېدو وروسته يې په ملي پوځ یا ملي اردو کې دنده پيل کړه.

په کورنيو چارو وزارت کې د ځانګړو پوليسو له جوړېدو وروسته دغه وزارت ته راغی او ملي دفاع وزارت ته يې ځان را تبديل کړ. عبدالرقيب مبارز په کورنيو چارو وزارت کې د پوليسو په ليکو کې د ښوونې او روزنې د امر، بلوک قومندان، د اپروسيون آمر، د ټولي قومندان او نورو برخو کې دندې تر سره کړې دي.

په سلګونه چڼيز او جګړه ييزو عملياتو کې يې برخه اخیستي او يو شمېر اروپايي ولايتونو ته يې د عملي پوځي زده کړو په موخه سفرونه کړي. نوموړي تر ډېره په کابل کې په دنده بوخت چې په کورنيو چارو وزارت د يو ډله ييز بريد کې له فعال مقاومت وروسته د ولسمشر د حکم پر اساس د نيمروز د امنيه قومندان په توګه معرفي شو.

دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت په وړانديز عبدالرقيب مبارزد بلخ پخواني امنيه قوماندان جنرال اکرم سامع ځای ناستی معرفي کړ.

بلخ ته د نوموړي ټاکنه له غبرګونونو او نښتو سره مخ شوه. د مرکزي حکومت دغه پرېکړه د بلخ پخواني والي او امنيه قومندان له غبرګون سره مخ او د بغاوت غږ يې وکړ.

عطا تېره شپه په يو فېسبوکي پوسټ کې وليکل چې ولسمشر د بلخ او کابل ترمنځ د وروستۍ هوکړې پر اساس نه شي کولی چې امنيه قومندان لېرې کړي او ياده ګمارنه يې دسېسه وبلله.

نوموړي د بلخ له اوسېدونکو وغوښتل چې هتۍ، دفترونه او مارکېټونه وتړي او تر هغې دې په خپلو کورونو کې اوسي، چې دوی اړوند پرېکړه وکړي.

کله چې نوی امنيه قومندان عبدالرقيب مبارز بلخ ته ورسېد او امنيه قومندانۍ ته د تګ هڅه يې کوله، نو مېلشه ځواکونه د افغان ځانګړو ځواکونو سره په نښته شول. څو ساعتونه نښته وشوه، چې د راکټونو په شمول درنې وسلې په کې وکارول شوې.

کورنيو چارو وزارت د نښتې تائيد وکړ او د نوم له اخېستو پرته يې وويل، چې د امنيه قومندانۍ شااوخوا وسله وال لوړو ودانيو ته پورته شوي او ډزې کوي.

د وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي وويل، چې په نښته کې يو پوليس ټپي شوی او ۲۵ غېر مسووله وسله وال نېول شوي، چې له پلټنو وروسته به يې په اړه مالومات خپره شي.

کورنيو چارو وزارت دا هم وويل چې له کابله تازه دمي ځانګړي ځواکونه يې بلخ ته لېږلي، د ښار او امنيه قومندانۍ کنټرول يې په لاس کې اخېستی دی.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو ځواکونه هم د نوي امنيه قومندان په ننګه ښار ته راغلي وو او له افغان ځانګړو ځواکونو سره يوځای يې د سله وال په ځپلو کې برخه واخېسته.

د بلخ مرکزي روغتون روغتياپالان وايي چې ۱۳ ټپيان وروړل شوي دي، چې اته په کې پوليس او پنځه نور يې وسله وال دي.

د عطا محمد نور او پخواني امنيه قومندان جنرال اکر سامع د وسله وال مخالفت سره - سره، عبدالرقيب مبارز د امنيه قومندان په توګه معرفي شو.