غزل

داسره ګلاب ته نن ازغی بياپه پلمه راغلی
لکه پشتانه وه ګاونډ ته په جرګه راغلی
موږ ټوله وه دجنګ ټغر په سندريزونغمو
دلته دامن قاتلان په ډاډه زړه راغلی
بلا چړی کړلی پوڅی لادنورو لټون
ترندی نيولی بيا سپوژمئ چی پشتانه راغلی
بيا دوحدت په نامه ګونګ زموږ دسولی مرغان
بيانن ژوند سری لټوی چی ميلمنه راغلی
قلم بدل سو په توپک عينی دړی وړی
زموږ دويرشپيلی دماته ټول وړانده راغلی
سترګی يې سری اناری شونډی غمځپلی نګار
لکه شاما رچی وی چيچلی زخمی زړه راغلی
دګل زرين حسن ميرمنی پلو وړی نفاق
داشاړی دشتی کی خړوب لمبه لمبه راغلی
الکوزيه بی حسابه ځوانئ داؤ په جانان
سرخوبه وخوری چی نن بيا د ديواله راغلی
\"\"
په درناوی منان الکوزی کوټه
-------------------------------