دوه وتلي پاڼي بېنوا او ټول افغان

\"\"
سلامونه ګرانو او محترمو دپښتو وتلو ویبپاڼو مسؤلینو :اسلام علیکم ورحمت الله
لکه څرنګه چي خبریاست دپښتو دوه وتلي پاڼي بېنوا او ټول افغان دپښتني ضد فاشیستانو لخوا ترمخامخ برید لاندي دي او اوس دلته په افغانستان کي بېنوا پاڼه بنده شوې ده ، نن ورځ وخت رارسیدلی دی چي تاسي دپښتو ویبپاڼو مسؤلین لاسونه سره ورکړئ ،سره یو شئ او دنیا ته ښکاره کړی چي پښتانه مطبوعات ټوله یودي که په امریکا کي وي که په استرلیا کي ، که په یورپ کي که دننه په افغانستان کي .په تاسو نه یوازي موږ بلکې درست پښتون ملت باوري دئ چي نن ورځ دغه پاڼي
ددرست ملک تقدیربدلولای شي او نن ئې الحمدالله نفوذ هم دغه ځای ته رسیدلی دی چي ستاسوپه یوه مقاله سفیران او وزیران له دندو ګوښه کیږي، بهرني مطبوعات او دولتونه موڅاري .
نو راځئ چي دخپلو پښتو رسنیو څخه دفاع وکړو
نن وخت رارسیدلی دی چي دبېنوا او ټول افغان په قضیه کي خپلي هڅي سره ګړندۍ کړو او داطلاعاتو کلتور وزارت او لویه څارنوالۍ ته خپل زور په خپل یوالي کي ورښکاره کړو .
ترڅو بیا څوک بله ورځ دپښتو مطبوعاتو پرلور سترګي کږې نه کړي .

داچي اوس په افغانستان کي دبېنوا پاڼه بنده ده نو موږ ستاسي څخه غوښتنه کوو چي راځي په ګډه ددولت دغه پریکړه ورچلنج کړو او دولت ته دا وښایو چي پر بېنوا بندیز دپښتنو مخه نشي نیوای .
ددې لپاره تاسي ته موږ ځانګړي انځورونه دهري پاڼي په نامه درلیږلي دي تاسي دغه انځورونه دخپلي پاڼي په لومړي مخ کي یومناسب ځای ولګوئ او دانځور سره دالاندي لینک سریښ کړئ

www.pashtopress.com ya www.pashtopress.net

امید لرو چي ددولت دغه غیري قانوني کړنه به یوازي زموږ پښتنوپه خیر او یوالي تمامه سي
دنن څخه وروسته پښتوپرس ستاسي او ستاسي څخه دملاتړ ټولنه ده او موخه ئې دپښتو انټرنیټ پاڼو ترمنځ همغږي پیداکول دي ، پښتوپرس به دپښتو انلان مطبوعاتو په منځ کي دیو پله حیث خپل کړي

ستاسو سره دګډو هڅو دویاړ خپلولو په هیله