
ښاغلی ډاکټر حمدالله محب چې په امریکا کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه وټاکل شو، نو ډېرو نیوکې کولې او هغه یې د دغې دندې لپاره وړ او مناسب نه باله، مګر ولسمشر غني دا انتخاب تصادفي نه، بلکې دقیق کړی و او په ډېر لږ وخت کې ښاغلی محب ښه وځلېده او هلته یې د افغانستان مناسب استازیتوب وکړ.
له سفارت وروسته کله چې د امنت شورا د سلاکار په دنده وګومارل شو، یو ځل بیا منتقدینو نیوکې وکړې او وې ویل، ډاکټر حمدالله محب باید د اتمر پرځای نه وای ګومارل شوی او هغه ته به سخته وي چې دغه خلا دې ډکه کړای شي، مګر په لنډ او تنګ وخت کې ښاغلی محب په خپله نوې ورسپارل شوې او مهمه دنده کې هم ښه وځلېده او د ټولو پام یې ور واړاوه.
ښاغلي حمدالله محب هغه مهال د ټولو پام ور واړاوه چې مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد قریشي ته په مخامخ خبروکې وویل: افغانستان اوس هغه پخوانی افغانستان ندې او له ۲۰۰۲ میلادي کال سره خورا ډېر توپیر لري. هغه قریشي ته وویل چې مونږ اوس بند هیواد نه یوو مونږ اوس یو ازاد او خپلواک هیواد یوو افغانستان اوس د نړۍ له پرمختللو هیوادونو سره ښې اړیکې لري. اوس افغانستان پاکستان ته نه بلکې پاکستان افغانستان ته له هر اړخه اړتیاوې لري.
ښاغلي حمدالله وویل چې د سولې خبرې باید دومره ساده ونه نیول شي، د سولې لپاره باید اوچت ګامونه تر سره شي. زمونږه یواځې ۴۵زره عسکرو خپل ځانونه له وطن څخه د دفاع لپاره قراباني کړي دي. دا هر څه د ارزښتونو د ساتلو په هدف دي مونږه به یو قدم هم د خپلو ارزښتونو لپاره شاته نشو. او سوله مو لوی ارمان دې تر بل هر څه مونږه ته سوله مهمه ده.
ډاکټر حمدالله محب د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږ ۍ او همکارۍ په موخه غونډه جوړه کړه او په هغه کې یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خبرو کې وویل چې د هیواد د امنیت لپاره مو چې څه ته اړتیا وي هغه ټولې اړتیاوې به انشاءالله ورو ورو پوره شي، په دې سره به ستاسو ستونزې هم یو څه کمې شي، مګر ستاسو ترمنځ همکاري او همغږي ستاسو د بریا او درسپارل شویو مسوولیتونو لپاره حتمي او ضروري ده.
ډاکټر حمدالله محب پر پاکستان غږ وکړ او په وضاحت یې ورته وویل، هر هغه شوم پلان چې د افغانستان لپاره یې لرئ هغه مو له خپلو ذهنونو وباسئ هېځ کله به مو دغه ارمان پوره نشي او نه به هم افغان حکومت درته د دې اجازه درکړي چې تاسو یوځل بیاپه هیواد کې ورانکارۍ تر سره کړئ. او تر بل هر وخت افغانان هوښیار شوي دي د خپل ځان او د وطن پر ښه او بد پوه شوي چې کوم ښه دي او کوم بد. کلونه کېږي چې تاسو په افغانستان کې ترهګریز بریدونه تر سره کوئ د افغانستان له خاورې نه مو د جنګ میدان جوړ کړی دی. تاسو ته په کار دی چې نور د افغان سولې لاره غوره کړئ. چې په دې کې به د دواړو خیر وي.