د ولسمشر غني د خبرو تحریفول

د افغانستان جنجال یوازې جنګ او ناامني هم نه ده، دلته شل او سل نور جنجالونه هم شته چې یو یې هم د داخلي کړیو او هم د بهرنیو استخباراتو له لوري د ځینو افرادو، ډلو او ټپلو له لوري د واحد افغان ملت تر منځ د نفاق او بدبختۍ رامنځته کول دي، ځکه د افغانانو تر ټولو لوی قوت چې دښمنان یې تل له نهیلۍ سره مخ کړي د دوی ملي وحدت دی.

ولسمشر غني چې په کنړ کې د مشرانو غونډې ته وینا کوله، نو وې ویل چې زموږ هڅه داده چې په افغانستان کې د واک د لېږد سوله ییزه پروسه چې د افغانستان د عظیم ولس د رایو په اساس ترسره کېږي باید بنسټي شي. له ټاکنو مه واره بل بدیل نه کار ورکوي او نه هم د منلو وړ ده. ځکه موږ د واک د لېږد نورې بدې لارې تجربه کړې، د جنګ، تشدد، زور زیاتي، حتی د ورور ، زوی او پلار وژل. د بېلګې په توګه له احمدشاه بابا راوروسته تر حامد کرزي پورې موږ د واک د ترلاسه کولو لپاره د ډېرو دغسې بدو پېښو شاهدان یوو.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر د بهرنیو ځري او مامورین لګیا دي د ولسمشر غني دغو څرګندونو ته قومي رنګ ورکوي او دوی په لوی لاس دا خبرې احمدشاه بابا ته په سپکاوي تعبیروي او همدارنګه کوښښ کوي چې د خپلو پوچو تبلیغاتو له لارې د وروڼو پښتنو تر منځ د غلجي او دراني موضوع رامخې ته کړي، مګر لکه څنګه چې سیند د سپي په خوله نه مردارېږي، نو د غلجي او دراني پیوستون او وروري هم د دوی په تبلیغاتو نه خرابېږي.

همدارنګه د ځینو نوماندانو پلویان او ډنډوره چیان هم لګیا دي دغې موضوع ته هوا ورکوي. دوی ځکه دا کار کوي چې فکر کوي په دې ډول خبرو به د جمهوررئیس غني ولسي محبوبیت راکم کړي او هغه به منزوي کړي، بله خبره داده چې د دوی د خوښې نوماندان داسې کومه برنامه، فکر او نظر د افغانستان لپاره نه لري چې حداقل د خلکو پام او باور ور خپل کړي. له همدې امله دوی د ولسمشمر غني تخریب ته ملاتړلې.

د دوی دغه ډول تبلیغات به د دوی د توقع مطابق منفي تاثیرات د دوی لپاره ځکه ونه لري چې ښاغلی غني اوس د ولس په زړه کې ځای لري. ولس په دې پوهېږي چې نوموړی لوی احمدشاه بابا ته څومره درناوی لري، ځکه په کندهار کې یې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویل چې د احمدشاه بابا عکس یې په دفتر کې ښي لورته دېوال باندې لګولی او هره ورځ چې ورته ګوري نو دا دعا کوي چې بابا مننه چې تاسو راته وګاټه، مګر موږ ته دې اوس خدای همت راکړي چې وې ساتو او وې پالو.

بله خبره داده چې ولسمشر غني تراوسه پورې جنګسالار، غله، غاصب او قاچاقبر ته بد نه دي ویلي او په سپکه یې نه دی یاد کړی، نو د دې سوال نه پیدا کېږي چې احمدشاه بابا ته دې دغسې څه ووایي چې خدای مکړه هغه ته سپکاوی وګڼل شي.

هیله ده چې د هیواد کشفي او امنیتي ارګانونه د دغه ډول خلکو څرګندونې، لیکنې او پوسټونه دقیق تعقیب کړي او له هغو څخه په دې اړه سپیناوی وغواړي او که مدلل ځواب نه لري، باید د قانون مطابق مجازات شي.