د سولې او ثبات څخه پرته د يوې ټولنې پرمختيا او انکشاف ناممکن دی، د يوې پرمختللې ټولنې لپاره سوله مهمه ده، اسلام مقدين دين د سولې، ورورلۍ او امن دين دی او جنګ ته د کرکې په نظر ګوري، يوازي جنګ ته په دوو حالتونو (د اسلامي دعوت پر وړاندي خنډونه، او مشروع دفاع ) په صورت کې جايز ګڼي،هو دجنګ پرځاي سوله ډيره عوره بولي.
د حديبې اوربند چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم او مکې قريشو ترمنځ وشو، چې په ظاهره تري دمسلمانانو ناکامي معلوميده، هو په حقيقت کې فتحه وه او الله پاک په قرانکريم کې د نوموړی وربند په هکله فرمايي (انا فتحنالک فتحا مبينا) ترجمه: مونږ تاته ښکاره بری درکړ، دلته پدې ايت مبارک کې د فتحې نه مراد د حديبې د سولې اوربند دی.
ځني اشخاص اوربند په دايمی سولې تعيبروي نوموړي موضوع په لاندي ډول شرحه کوم.
اوربند د متخاصمو ډلو ترمنځ په يوه معينه ساحه او يا دجګړې په ټولو ډګرونو کې لنډ مهاله او يا اوږده مهاله جګړه درولو ته وايي.
اوربند د جګړې تعليقی حالت دی نه د جګړې پای بلکې د معين وخت لپاره د جګړې ښکيلو لوريو ترمنځ جګړې درول دي، د سوريې حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ اوربند کې د بشري مرستو او خبرو اترو پر اساس جګړه د معين وخت لپاره ودرول شوه.
ممکن اوربند د جګړې د پای لامل شي، د بيلګې په ډول د اسراييل نيواکګر دولت او حماس ډلې ترمنځ د غزې اوربند د جګړې د پای لامل شو.
اوربند د نورو هيوادونو او سازمانونو په نيکو هڅو او منځګړيتوب او خپله د ښکيلو لوريو له مخې د مقدسو، ملي ورځو او نور موحو پر اساس رامنځ ته کيږي.
هيله او ارزو مو داده چي افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ژر تر ژره داسي اوربند اعلان شي چي د جګړې د پاي لامل وګرځی او د افغان ملت د سولې او امان په فضاء کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
وروستي