د لاجوردو لار:
د لاجوردو لار ۲۰۰۰ کاله تاريخی مخينه لري چې، پخوا پدې لار افغانستان لاجورد او نورې قيمتې ډبرې روسيې ،قفقاز،بالکان، شمالی افریقا او اروپايې هيوادونو ته وړل کيدې.
پدې ورستيو کې د ګاونډيو هيوادونو ترانزيتي او سوداګريز فشارونوله کبله چې هیواد او هيوادولو ته يې لوړ تاوانونه واړول نو افغانستان د بدیلو لارو په لټه کې شو، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د لاجوردو لار طرحه جوړه کړه چې د ښکیلو هيوادونو(ترکمنستان، اذربايجان،ګرجستان او ترکيه) لخوا يې تود هرکلې وشو.
دا لار د افغانستان د هرات ولايت د تورغنډۍ بندر څخه پيل او ترکمنستان ته رسيږي او د کسپين بحيرې څخه وروسته د ادزبايجان هيواد،ګرجستان هيواد او بيا د ترکيې هیواد استنبول ته رسيږې او د اروپا سره نښلیږي.
دا لار په حقيقت کې سهيلي اسيا سره د لارې بندولو په معنی نه ده بلکي هدف تري سهيلې اسیا د منځنۍ اسيا او د اروپايې هیوادونو سره نښلول دي.
د افغانستان،منځنۍ اسیا،بالکان،قففاز او مرکزي اروپا ترمنځ د توکو ليږد راليږد مناسبه لاره ده چې، خوشبختانه د ولسمشر اشرف غنې لخوا په هرات ولايت تورغندۍ بندر کې رسما افتتاح شوه چې د افغانستان د پاره ډيرې مزایاوې لرې په لنډ دول ورته اشاره کوم.
- د ګاونډيو هيوادونو د فشارونو څخه خلاصون.
- سوداګريزتعرفو او ترانزيتي خنډونه له منځه تلل.
- هيوادوالو ته د کار زمینه برابريدل.
- بهرنيو پانګوالو پانګه اچونه.
- د توليد زياتيدل.
- افغانستان توکو لپاره نړيوال مارکيټ پيدا کيدل.
- د ضرورت وړ توکې په ارزانه بيعه راواردول.
- افغانستان داسيا ترانزيتی، سوداګريزی او ترانسپورتې څلور لارې باندي بدليدل.
وروستي