غزل

وموږ خوارانو ته نن څه پاته دی
داسره اورونه می په زړه پاته دي
ډيروژی تږی سرببر ليونی
نن په سرووينو کی لنده پاته دی
يتيمان ژاړی مور وپلار په تمه
هرڅه وران سوی نن ترخه پاته دی
ای پشتنو دخدای دپاره يوسی
په دی وطن کی ټول وړانده پاته دی
ډيرپه ګولی سوری سوری ږړځوانان
کابله ستا دننګ کاته پاته دی
ډيرولیلام دشيدوسپينی هوسئ
دننګ ټپی می نن په خوله پاته دی
تاسو چی مست ياست په شراب وکباب
دشهيدانو شخيده پاته دی
موږسره وژنو دی دخير په غونډی
دلته مرګونه نور نو څه پاته دی
نه علم پوه نه دقلم خاوندان
نن دپردي يو ميلمنه پاته دی
نن وچی شونډی سرببرلا لهان
نن بی وارثه ټول بيده پاته دی
الکوزيه کربلا جوړه ده
بس د ډبرو اوريده پاته دی