
د سولې پیغام راډیو خبریال میوند د افغانستان له لومړنیو خبریالانو دی چې له نن څخه ۱۴ کاله مخکې د ژورنالیستکې دندې د اجرا پر مهال د سړک غاړې د ماین چاودنې پیښه کې په شهادت و رسید.
د شهادت ګزارش یې د انټرنیوز په خبرنامه، دیده بان رسانه/ د رسنیو څار، نی بنسټ او له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالو نهادونو سره ثبت دی.
دا چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په غونډه کې د کب ۲۷ مه د خبریال ملي ورځ و نومول شوه نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او شخصآ جلالتماب جمهور ربس محمد اشرف غني ته وړاندیز کوو او ترې غوښتنه کوو چې د روانې کب میاشتې پر ۲۷ مه، د شهید " میوند " کورنۍ ته په کابل ښار کې یو باب اپارتمان اهدا کړي او لا نورې مرستې هم ور سره وکړي.
د افغانستان د ژورنالستانو او رسنیو له فدراسیون، د خبریالانو د حمایت او خوندیتوب بنسټونو، اړونده ټولنو او اتحادیو او د افغانستان له ټولو خبریالانو هم هیله کوو چې د شهید خبریال میوند له کورنۍ سره د مرستې غږ له موږ سره بدرګه کړي.
په درنښت
زاهد شاه انګار
د سولې پیغام راډیو ریس او په خوست کې د ژورنالستانو ملي اتحادیې د دفتر مشر