اسانه پښتو سیمینار


اسانه پښتو سیمینار
خبرتیا
پښتو نړیوال مرکز، د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له پریکړې سره سم، د روان ۱۳۸۹لمریز کال د تلې د میاشتې په ۱۵ـ ۱۶ مه د «اسانه پښتو» تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز او کاري سیمینار جوړوي، چې په کې څانګیزوال ژبپڅېړونکي، پوهان او مینه وال ګډون کوي. په سیمینار کې تر پرانستونکې غونډې او اساسي ویناوو وروسته درې کار ځایونه ( ورکشاپونه) په لاندنیو سرلیکونو خبرې کوي.
۱ـ ژبښود : د نورو ژبو ویونکو ته د پښتو د ور زده کړې د اسانه لارو چارو لټون، د معیاري ژبښود رامنځ ته کول چې وکړای شي د ژبې د جوړښت پر علمي بنسټ اسانه، چټک او کارنده ژبلوست او نور اړین مواد طرح کړي.
۲ـ ژبدود : دا کار ځای به د پښتو ښودونواو پښویو ( ګرامرونو) په اړه بحث کوي، چې آیا په دې برخه کې څومره اړینې هڅې شوي، څومره علمي او میعاري دي او څومره نننیو اړتیاو ته ځواب ویلای شي؟ دا کار ځای به په دې فکر وکړي چې څنګه کولای شو د ژبې ګرامري مواد کره، اسانه او معیاري کړو، څوک ددې صلاحیت لري او د کومو عملي میکانیزمونو له مخې په کومو امکاناتو، تر څه وخته او د چا له خوا ښايي دا اړین مواد رامنځ ته کړای شي.
۳ـ اداري لارښود : یوه ستونزه دا هم ده ،چې د بېلا بېلو لاملونو پر بنسټ پښتو لاهم اداري جوړښت ته نه ده ورننوتې، درېیم کار ځای به د اداري چارو، مراسلاتو او لیکنو لپاره د لارښودونو د رامنځ ته کولو پر لارو چارو خبرې اترې وکړي .
په دې توګه ددغو بحثونو ټولو مینه والو ته خبر ورکوو،چې د غونډې تر جوړېدو، خپل نظریات، سپارښتنې علمي مشورې او پوښتنې مطرح کړي. د قدرمنو دوستانو وار له مخه بحث کولای شي د غونډې په بهیر کې د چارو په روښانتیا او پرمختګ کې مرسته وکړي او دا څرګنده کړي چې په دې برخه کې څومره کار شوی او څومره ښايي پسې وغځېږي.
د ملي ژبې د پرمختګ په هیله
پښتو نړیوال مرکز