درې هغه اروپایي ژبې، چې اکثریت خلک یې له شتون څخه ناخبره وي

کوم مهم او خاص شیان، چې ژبنيز توپیرونه راپیدا کوي، خبرې کوونکي له خطر او کمزورې سره مخ کوي او ډېر کله دا ژبنېز بدلونونه پر لهجو اوړي، ولې امکان ددی هم وي، چې دا ژبنېز بدلونونه د یوې بیلې ژبې خاصیت غوره کړي. د ژبو نړیواله ورځ له مونږ سره مرسته کوي، چې یو تصویری قاموس له خپلو ژبنېزو بدلونونو او د ژبو تر منځ د بیلوالي څخه جوړه کړو.
 
Emma Garland and Mtthew Jankin وایي: د ژبو نړۍ والتوب په اصل کې د کلتورونو د همجنس کولو مانا لري، چې زیاترد نړۍ ژبې یې له خطر سره مخ کړې او ځېنو نورې یې بیا د له منځه تلو او ورکېدو چانس هم لري.
 
د یونسکو د نویو مندنو په صورت کې ۱۵۰ هغه ژبې پېژندل شوې، چې یا ضعیفې او یا د ورکېدو له خطر سره مخ دي. ډېری یې داسې هم شته، چې د لږکیو لخوا وویل کېږي او ډېر خلک یې له موجودیت څخه بې خبره دي. دا ډول ژبې نه یوازې کم ویوونکي لري، بلکې ډېرې کمې پېژندل شوې دي. ډېرو یې کتبي، اقتصادي، سیاسي، ټولنېز او نړیوال خاصیت له لاسه ورکړی، یوازې او یوازې د خپل منځي خبرو کولو لپاره ترې کار اخېستل کېږي. ولې د دوی تر منځ داسې ژبې هم شته، چې د لږکیو لخوا وویل کېږي او په نړیواله سطحه یې شهرت تر لاسه کړی دی.
 
دلته به په درې هغو اروپایي ژبو خبرو وکړو، چې د یونسکو لخوا نوې پېژندل شوې او د لږکیو لخوا پرې خپرې کېږي. دا ژبې نه یوازې دا، چې له ورکېدو سره مخ دي، بلکې کتبي او لیکني شواهد هم نه لري، که شته هم په نشت حساب دي. ویوونکي یې د نورو ژبو تر اغېزو لاندې راغلي، د راکړې ورکړې، اقتصاد، سیاست، مکتب، پوهنتون او ډېری ټولنېزو کارونو ژبې یې نورې دي، دا ژبې یوازې او یوازې ددی لږکیو د کورونو تر دیوالونو را لنډې شوې دي.
Faroese۱-
Faroese یوه له هغو ژبو څخه ده، چې ډېر کمه پېژندل شوې او د اروپایي ژبو په منځ کې د لومړي ځل لپاره د یونسکو په څېړنو کې را څرګنده شوه. ددې ژبې ویوونکي د فیرو په جزیره او نور یې د ډنمارک په ځېنو سېمو کې ژوند کوي. په دې ژبه ۶۶۰۰۰ کسان په ایرلېنډ او ډنمارک کې خبرې کوي. د خبرو انداز یې ډېر جدا دی، په لېکو کې هم یو ځانګړی انداز لري، چې زه یې دلته یو مثال راوړم:
سلام
Goon Dog
ډېری داسې انګیري، چې Faroese ژبه له نورس څخه راوتلې، خو د آیسلېنډي او نورو مدرنو ژبو څخه بغېر. ځکه دا ژبه ډېره شخصي ساتل شوې، خواوس د پرمختللو ژبو تر تاثیر لاندې راغلې او د ورکېدو له خطر سره مخ ده.
Durita Dahl Djuruus د Faroese ژبې ویونکي، چې په آیرلېنډ کې ژوند کوي وایي:
زه په ۱۹۷۲م کال کې په دنمارک کې پیدا یم، مور او پلار مې د Faroese ژبې ویونکي دي، دوی تعلیم په خپله مورنۍ ژبه (Faroese) کړی، زمونږ د پلرونو په وخت کې ډېرو د Faroese ژبې ویوونکو تعلیم په بهر کې کاوه او یا هم کلونه کلونه له خپلې سیمې (ډینمارک) څخه لرې وي.
 
زمونږ سیمه یومعمولي ځای وو. زموږ د کور چار چاپیر ټول خلک د Faroese ژبې ویونکي وي. زما اولنۍ (مورنۍ) ژبه Faroese ده. اما په دنمارک د ماشومانو په روزنتون کی خلک زما په ژبه نه پوهیدل کله مې، چې له هغو سره خبرې کولاې. په دواړه ژبو دنیش او Faroese باندی پوهېدم، اما په دې نه پوهېدم، چې څه ډول یې فرق وکړم.
 
یوه ورځ یوه ښوونکي په ښوونځي کې له ما سره بده رویه وکړه، چې ولې مې له بلې جینۍ سره په Faroese ژبه خبرې وکړې. ولې زه په دې نه پوهېدم، چې دنیش او Faroese ژبې سره جلا او په توپیرونو یې پوه شم. خو خپلې خبرې مې بندې کړې او چپ پاتې شوم. وروسته خپلو همصنفیانو زما مور ملامتوله، چې ولې له تا سره هر وخت په دنیش خبرې نه کوي؟. ما به ډېر کله خبرې نه کولاې، خو زه په دې هڅه کې شوم، چې د دواړو ژبو تر منځ فرق پیدا کړم، په دې کار بریالی شو، خو ما او کورنۍ مو تر اخېره ونشوای کولای، چې بغیر له Faroese ژبې څخه به بله ژبه خبرې وکړو.
 
TEEN AGER وایي د یو ځوان په صفت د لومړي ځل لپاره له خپلې کورنۍ سره د فیرو آیرلېند ته لاړم.      
باوجود د دی، چی ما هر پسرلی او ژمی په جزیره کې تېراوه، اما په دی یقیني شوی وم، چی په اوسني وخت کې زما مورنۍ ژبه Faroese ډیره روانه نه ده. ما د دنیش ژبې ډېره خرابه لهجه درلوده، ځېنې لغات د Faroese ژبې له ما سره د مور او پلار له وخت ( له ماشوم توب نه وي) چی د Faroese ژبې د نورو ویوونکو سره نه وي، نو پر دې اساس زما د دنیشي ژبې خبرې ښې نه تر سترګو کېدې. خلک پوهېدل، چې زما اصلي ژبه دنیشي نه ده.
 
ما ډیره زده کړه په Faroese ژبې له ځېنو کتابونو څخه کړې وه. په یوه وخت کې مې دواړه (Faroese او دنیشي) ژبې زده کړې وې، خو زما زیاتې خبرې پر دنیشي ژبه وې، ځکه دا ژبه په ټولنه حاکمه وه. خو تر اخېره مې ونشوای کولای، چې په Faroese ژبه املاء‌ ولیکم. ځکه چې زموږ په ټولنه کې ټول دفتري کارونه په دنیشي ژبه تر سره کېدل.
 
د Faroese ژبې لویه ځانګړنه دا ده، چې ډېر کم خلک پرې خبرې کوي. دا ژبه له یو ځانګړي انداز لرونکې ده، چې د خپلې ځانګړتیا په خاطر له قرنو څخه تر اوسه ژوندۍ پاتې ده. Faroese ژبه نورس نومې ژبې ته ډېره نږدې ده. په دې ژبه کې نه یواځې پخواني غږونه ساتل شوي، بلکې ډېر پخواني لغاتونه هم لري لکه نورې آیسلندي ژبې. ددی ژبې ویوونکي په یوې وړه خو ځانګړې سیمې کې ژوند کوي، هر ښار یوه ځانکړې لهجه لري، ددی سیمې ټول مساحت ۱۰،۴۰۰ کیلو متره مربع دی. که د جنوب او شمال د خلکو خبرو ته یې ځېر شو، نو په دې پوهېدای شو، چې دا دوه بیلې لهجې دي.
 
ددې سیمې د ټولو وکړو، چې په دې جزیره کې پیدا شوي لومړنۍ او مورنۍ ژبه یې Faroese ده. دا ژبه کې څه هم له استعمال څخه ندی لوېدلی، ولی د مرګ او ورکېدو له خطر سره مخ ده. ځکه ډیری ځوانان یې په پخوانیو غږونو، عبارتونو، متلونو، لیک نښو، سمبولونو او ځېنو جملو نه پوهېږي. ددی ژبې ویوونکو ته سخته ده، چې د خپلې ژبې د ورکېدو مخه ونیسي، مګر امکان لري، چې د لږ وخت لپاره ژوندۍ پاتې شي. مګر نوره دا ژبه د ځوان نسل لپاره جالبه هم نده، ځکه چې یوازې تر کورونو پورې محدوده ده.
 
Karaim۲ـ
په Karaim ژبې په لتوانیا، اوکراین او پولينډ کې ځېنې خلک خبرې کوي. په دې ژبه یوازې ۶۰ کسان خبرې کوي او پرې پوهېږي. دا ژبه د تراکي په کلي، چې په اوکراین کې دی، له ۱۴ مې پېړۍ راپدې خوا خلک پکې ژوند کوي او په دې ژبه خبرې هم کوي. ددې ژبې جوړښت ډېر سخت او لیکل یې هم څه اسانه کار نه دی.
 
Kiun jochsy وایي: کوم وخت، چې په کال ۱۹۹۲م کې ما د خپلې پروژې طرحه شروع کړه، نو زما استاد Professor Eva Csato Johanson چې د Turkic Language ژبې پروفېسور وي، په Uppsala پوهنتون سوېډن کې، نوموړي او ډېری نورو څېړونکو په دې ټینګار درلود، چې Karaim ژبه د مړو ژبو په حساب کې شمارل کېږي. ولې خوشبختانه ما ځېنې خلک وموندل، چې اوس هم په دې ژبه خبرې کوي، ډېری د لتوانیا خلک مې وموندل، چې دوی په ښه مهارت سره په ترکیک ژبې خبرې کوي.
 
ما د لومړي ځل لپاره وکولای شول، چې Karaim ژبه زده کړم او ددی ژبې له ویوونکو سره د دوی په ژبه (Karaim) خبرې وکړم. ما به تل په دې ټینګار درلود او خلک به مې هڅول، چې په دې ژبه خبرې وکړي او تیته شي، تر څو د ورکېدو له ګواښ څخه وژغورل شي.
 
Karaim یوه اروپایي ترکیک ژبه ده. اصلاً ترکیک یوه اصلي محلي ژبه ده، چې د یوې وسیلې په توګه یې له خلکو سره کمک کړی، تر څو د خلکو تر منځ پرې اړېکي ټینګې شي. دا ژبه اوس هم د محدودو کسانو لخوا د خپلمنځي اړېکو لپاره، د ټینګښت غوره وسیله ګڼل کېږي. ددې ژبې اساس د دوی په عقیدې ولاړ دی. انجیل چې په ۹ مه پېړۍ کې یې په بغداد کې پرمختګ وکړ، نو ددی مذهب لرونکو ته د Karaim ژبې زده کړه ضروري او اړینه وه، په دې اساس یې له هغه وخت څخه د ورکېدو او مړکېدو مخه ونېول شوه. که وګورو مذهب، چې د ټولنې یو مهم فکټور او اصل دی لکه سوله، نو په دې اساس دا ژبه هم د یوې عقیدې پر اساس تر اوسه ژوندې پاتې ده. د بابل په Karaim ژبه کې ترجمه، په هیبروي لاسي خط لېکل شوې او له څو پېړیو څخه د کلتوري میراث په توګه را پاتې ده.
 
د لوې روسې په وخت کې ټولنو نشوای کولای په مذهبي برخه کې دا ژبه عملي کړي. په دې ژبه مکتبونه تړل شوي وي او Karaim ژبې هم خپل اقتصادي حثیت له لاسه ورکړی وي. دا ژبه وتړل (محکومه) شوه او په ټولنه کې یې خپل رول له لاسه ورکړ.
 
((یواځې Karaim ژبې خلک کولای شي، صمیم ونیسي، تر څو دا ژبه له ورکېدو او مرګ څخه وژغوري. ځکه ددی ژبې بیا پرمختګ او پراختیا د Karaim ژبې د ویوونکو کار او اولیت دی.))په پسرلي کې د سوېډن د Uppsala پوهنتون او ځېنې نورو مکتوبونه منظم علمي کمکونه کوی، تر څو دا ژبه بېرته راژوندۍ کړي.
 
Pit Sami۳-
په دې ژبه په سويډن کې سامي خلک غږېږي، یوازې او یوازې له ۲۰ څخه تر ۲۰۰۰ خلک پرې خبرې کوي. د ژبې جوړښت یې له نورو ژبو سره توپیر لري، د مثال په ډول:
Buorist
سلام ‌
Pit Sami ژبه رسمي خط او کتابت نلري، Jashua Wilbur د فریدبرګ جرمنی پوهنتون څېړونکی ددی ژبې د خلکو په اړه وایي:
زما د څېړنې (پراجیکټ) طرحه په دې راڅرخي، چې څه ډول د Pit Sami ژبې د ویوونکو کلتور ددی ژبې (Pit Sami) څېړنو ته لاره پرانېزي؟ د Pit Sami ژبه ډېر خاص جوړښت او پخواني سخت لغات لري، چې مستقیمأ له کلتور سره په اړیکه کې دي. یعنې د هر لغات د رېښې تر شاه د کلتور یو لوی داستان شتون لري. له دې څېړنې څخه زما اصلي موخه دا وه، چې په لیکلي او کتابي ډول ددې ژبې اړوند اسناد ارشیف کړم، ځکه چې زه پوهېدم، چې په دې ژبه نور خلک خبرې نه کوي او د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده.
 
تر اوسه Pit Sami ژبې ته د لیکلو یو معیاري (Standard) اصول نه دی لېکل شوی او نه پرې څوک پوهېږي. مګر موږ په دې هڅه کې یو، تر څو اقلأ د یو کال په اوږدو کې، دی ژبې ته د لیکلو یو معیاري (Standard) اصول وړاندې کړو. په اکسفورډ ډیکشنري، ویکپیډیا او ورته نورو نړیوالو قاموسونو کې د Pit Sami ژبې په تړاو هېڅ هم نشته. زه یوازې څلور پنځه کسان پېژنم، چې ډېر په معیاري ډول په دې ژبه خبرې کوي، مګر دوی دوهمه ژبه هم کاروي، چې اصلي ژبه یې د دوهمې ژبې تر سیوري لاندې ده. ددی ژبې ویوونکي مجبور دی، چې په ټولنه کې له دوهمې ژبې څخه ګټه پورته کړي، ځکه چې د روزمره کار او پوهولو او راپوهولو لپاره اړینه ده، چې په دوهمه ژبه پوره واک ولري.
 
چوپاني او ځناور پېژندنه ددې خلکو روان کسب دی، دا چوپانیان کولای شي، چې یوازې او یوازې په Pit Sami ژبه خبرې وکړي، مګر هغه وخت دا کار نشي کولای، کوم وخت، چې ښار ته د توکو د اخېستلو په خاطر راځي، ځکه ښاري حاکمه ژبه د دوی دوهمه ژبه ګڼل کېږي. نور ډېری روزمره کارونه لکه ماهي نېونه او ززاعت په خپلې مورنۍ ژبې (Pit Sami) تر سره کوي.
 
د Pit Sami ژبې اکثریت خلک ښارونو ته راغلي او ژوند کوي، ددی ژبې په خلکو کې یوازې او یوازې د شمالي برخې اوسېدونکي کولای شي، چې په سیاست او ښوونه کې برخه واخلي. په دوی کې ډېر پرمختللی (Modern) خلک نشته، ځکه چې ددی ژبې ډېر کم ویوونکي پاتې دي، چې یو محوري او دوراني مشکل ګڼل کېږي، چې د تل لپاره نه وي. دا ژبه په څو دلیلونو له استعمال څخه ولوېده:
په تېرو څو لسېزو کې په دې سیمه کې کافي خلک نه وي، چې په دې ژبه خبرې وکړي، مګر پخوانیو خلکو، چې د ناروې او سویډن په سرحدي برخو کې اوسېدل په دې ژبه خبرې کولاې.
 
په ۲۰ پېړۍ کې په ځېنو ایالاتونو کې سیاستونو عملأ دا ژبه استعمال ته پرېنښوده، ځکه چې ټولو باید په سويډني ژبه خبرې وکړي. په هغه وخت کې په ښوونځیو او روزنېزو ځایونو کې ورته په ټېټه سترګه کتل کېدل او په عموم کې په ټوله مانا سویډني ژبه د یوې ملي ژبې په توګه منل شوې وه، همدارنګه دا هم وویل شوي وي، چې ماشومان باید په یوه ژبه خبرې وکړي.
 
تر اوسه ددې ژبې ویوونکي منل شویو اصلو ته ګوري او ددی ژبې ویوونکو ته ویل شوي، چې دوی دومره ښه ژبه نه لري او نه باید په دوو ژبو خبرې وکړي. ددی په خاطر ټول میندې او پلرونه له خپلو ماشومانو سره په سویډني ژبه خبرې کوي، چې دا کار په دې ژبې باندې یو تبا کوونکی تاثیر لري. همدغه اساسي ژبنېزه تشه وه، چې د یو ځنځېر په څېر یې ورځ تر بلې کړۍ د شکېدو په حال کې دي، چې بېرته جوړول یې ناشونی کار دی، که امکان هم ولري، ولې ډېر وخت ته ضرورت شته.