
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یوازي په سختو کلونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړه او بېدرېغه قربانۍ یې ورکړې، بلکې دوی په خپل عالي مورال سره د خلکو نهیلي له منځه یووړه، د هغوی بې باوري او وېره یې په هیله مندي بدله کړه او د هیواد په راتلونکي یې د خلکو باور زیات کړ.
دوی خلکو ته ډاډ ورکړ او ورته وې ویل چې د هیواد د دفاع په برخه کې هرې قربانۍ ته چمتو دي او دوی به هیچاته هم د دې اجازه ورنه کړي چې زموږ د وطن بقا او د هیوادوالو امنیت تر سوال لاندې راولي. دا ویاړلي ځوانان په همدې نېت له خپلو کورونو، کورنیو او اولادونو څخه وخوځېدل. سختۍ یې وګاللې، لوږې یې تېرې کړې، مرګ یې په سترګو ولیده، مګر له مرګه ونه وېرېدل. دوی د یو عظیم ملت د بقا او عزت جنګ په ډېره مېړانه او زړورتیا وکړ.
په تېرو څلورو کالو کې ولیدل چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو بېدرېغه قربانۍ ورکړې، دښمن یې وځاپه ، ډېرې سیمې یې له هغوی څخه ونیولې او نن زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او اتلولۍ زموږ هیوادوالو او نړیوالو ته معلومې دي. د دوی د اتلولیو له برکته وسله وال طالبان له جنګ څخه سولې ته قانع شول او اوس تر بل هر وخت سولې ته زیاته ترجیح ورکوي، ځکه دوی پوه شول چې د جنګ له لارې یې بری ناممکن دی.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولیود نړۍ والو پام ور واړاوه او هغوی یې دېته قانع کړل چې خپلې ژمنې له افغانستان سره تازه کړي. میلیاردونه ډالر مرستې یې اعلان کړې. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې وستایل او ژمنه یې وکړه چې د دوی د تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.زموږ مېړني ځواکونه په افغانستان کې د اساسي قانون پر بنسټ د جوړ شوي نظام، استقلالیت، ملي وحدت او د افغانانو ژوند او خوښي څخه د ساتنې ترڅنګ د تروریزم پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي تر څو نړۍ د تروریزم له ګواښ څخه خوندي کړي.
زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره جنګېږي، ځکه موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو، همدا نن که زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ترهګرو ته مخه ورکړي، نو سیمه به ناامنه او بې ثباته شي. هغه مهال به یې بیا دوی د مهارولو وس ونه لري.
زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیت او ثبات اتلان دي، ځکه دوی د بشري ناورین د مخنیوي او د ترهګرو د فعالیتونو د محدودولو او د شومو پلانونو په خنثی کولو او د ترهګرو په ځپلو کې غوڅ اقدامات کوي. داسې اقدامات چې سیمه او نړۍ د دوی له شره خوندي کوي، ځکه نو زموږ امنیتي ځواکونه زموږ واقعي اتلان دي.
مګر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوازې زموږ نه، د سیمې د هیوادونو مسوولیت هم دی، خو له بده مرغه چې ځینې ګاونډي هیوادونه برعکس د ترهګرو د ځپلو پرځای د هغوی د تمویل او تجهیز په برخه کې له تروریستانو سره مرسته کوي.