غزل

بسکه بکسه بسکه دارمان سندری مه وايه
ماته دپشتو وه پشتون قام سندری مه وايه
خپلويم ترټلئ په سينه پاره پاره يمه
ماته دسرو ګلودبوستان سندری مه وايه
بيامی خپل لمنينه نن اور نرګس نرګس اشنا
بس دملغلرو وه پيزوان سندری مه وايه
بياپه کاڼو ولی زرپرست زما لمرين جانان
بياپه سرکوشونډو دارغوان سندری مه وايه
زماغزل غزل لالئ نن پروت په زکندن ګلی
ماته دشپيلی دقدردان سندری مه وايه
بيا يې سترګی سری لکه دزرکی جل وهلی دی
پريږده نن وماته دجانان سندری مه وايه
دلته دی نن کفر ترانی دازادی ليلا
لمبی دنفاق نن دخوبان سندری مه وايه
خوندکړی الکوزيه ليونی دليونو سره
بياددنګو پيغلو د داستان سندری مه وايه

په درناوی منان الکوزی کوټه