دافغاني بریښنا پاڼو د تړلو په وړاندې

دافغاني بریښنا پاڼو د تړلو په وړاندې
د افغان کلتوري ټولنو دجرګې غندنلیک
 
خواشیني یو چې د بیان دآزادۍ په پېر کې دټوپک او زور پنجې د داسې بریښنا پاڼو ستوني مروړي ، چې هره ورځ يې په لکونو افغانان ګوري او د خپل هیواد له روان ناورین څخه ځان خبروي . دلاډیرې خواشینۍ خبره خو داده چې د(بینوا ) او (ټول افغان ) بریښناپاڼې د هغه وزارت ( اطلاعات او کلتور) له خوا تړل کیږي ، چې دنده یې دداسې رسنیو پالنه او مرسته ده، نه دزروزور په اشاره دهغوی بندول. هغه وزارت چې کومې غونډې ته دبلنلیکونو په پښتو شپږ کرښیز متن کې ۲۴ املایي ، انشايي اومنځپانګیزې خندوونکې غلطۍ لري ، نه یوازې دا چې په خپله ملي ژبې اوفرهنګ ته څه نه شي ورکولای ، بلکې د هغو آزادو ټولنو ، رسنیو او رسنوالو پر مریو هم دټوپکسالارانو په امر پښه ږدي ، چې د ملي احساس او دبیان دآزادۍ د رښتې (حق) پر بنسټ کار کوي.
دافغان کلتوري ټولنو جرګې د( بینوا) بریښنا پاڼې په بندیدو او ( ټول افغان ) ویب پاڼې ته د ورته ګواښ په اوریدو ټکان خوړلی او ددې تر څنګ چې دغه کړنه په کلکه غندي ، دبیان دآزادۍ پرضد دداسې بې فرهنګه اقدام بیړنۍ بېرته اخیستنه او تلافي هم غواړي. که داسې ونه شي ، نو جرګه به په دې سلا وکړي ،چې دداسې استبداد په وړاندې ، دقانون پر بنسټ ، دمدني غبرګون کوم اړین او وړ ګامونه پورته کړي .
په ګران هېواد کې د ریښتینې آزادۍ د پلوشو دځل په هیله
د افغان کلتوري ټولنودجرګې کارډله