په وينوسری ټپی جانانه زموږ په خوله نه پريږدی
داسوی ساندی وګلونوته په زړه نه پريږدی
غليم ولاړشاپيری وولی دتومت په غشو
پرهرپرهردګودرڅانګی غوړيده نه پريږدی
بيادنفاق اوروکی سوځی زموږ دسولی مرغان
اوس دوحدت په ميومست داسره لاله نه پريږدی
زړونه يې کلک لکه ډبری خواران وژنی په څه
زړه يې يخ نه دی اوس دستوروځليده نه پريږدی
دپرهارونو لړی بيادليونو په برخه
چی څانګی ګل په يومدار کی پشتانه نه پريږدی
چی دډيوو بهير بی مست کی دميوند په ټپو
اوس دجانان توری دی کفرخوځيده نه پريږدی
زموږدشکلابرجونه بياوحشی بادونووړی
دطلای جانان په شونډومسيده پريږدی
پشتنومړی خلګوکړی بلی دوحدت په نغمو
دادقدرت ليونی نن دلمرخاته پريږدی
الکوزی به تل ليکم دازادی ترا نی
دلته دعلم امن نغمی دا وړانده پريږدی
په درناوی منان الکوزی کوټه
وروستي