د امنیتي او دفاعي ځواکونو قاطعیت او مدیریت

په تېرو کلونو کې په جنګ کې د نه پرمختګ او دفاعي حالت یو عمده لامل دا وو چې د هیواد رهبري د جنګ په برخه کې قاطعیت نه درلود، دوی عاطفي او احساساتي څرګندونې کولې او فکر به یې کاوه چې په دغه ډول څرګندونو سره به د پاکستان او طالبانو د ترحم وړ وګرځي، مګر دا انګېرنه مطلق غلطه وه.

ولسمشر غني چې له کومې ورځې واک ته ورسېده، نو په همدې خاطر یې دا فرضیه سرچپه کړه، هغه وایي: ”تا زمانی که ما به صلح میرسیم، ما با یک جنگ ویران کننده و تحمیلی مواجه هستیم، مدیریت و رهبری این جنگ قاطعیت، تدبیر و جدیت بیشتر میخواهد. طبق قانون اساسی کشور دفاع از هر وجب خاک افغانستان و دفاع از هر فرد افغان وظيفه و مسوولیت دولت و حکومت است. برای اوردن صلح کار میکنیم اما جنگ نیز از ما قاطعیت و مدیریت میخواهد.

تمرکز ما طی چهار سال به همین منظور بالای اصلاح نظام حکومتداری، اصلاحات در نهادهای امنیتی و دفاعی و اصلاحات اقتصادی بود، تا ما در همه عرصه ها انشاالله به خودکفایی برسیم، دوستان خارجی ما طبق قراردادهای موجوده همرای ما همکاری نموده اند و همکاری می نمایند، ما از همه کشورهای دوست افغانستان تشکری میکنم.“

ولسمشر غني وایي سوله په عذرونو او زاریو نه راځي او نه د سولې لپاره د چا ننواتې کوي. سوله په اراده، برنامه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې او تورې په زور راځي. هغه وایي سوله به د جګړې ډګر ته بیایوو، یانې تر هغو چې طالبان مات نشي، له زوره ونه لوېږي او د کاذبې فتحې خیالونه یې له ذهنه ونه وځي، نو طالب سولې ته غاړه نه ږدي، له همدې امله په تېرو څلورو کالو کې د دوی پر وړاندې د جنګ مدیریت او قاطعیت سخت شو او بالاخره طالب او داعش داواړو په جګړه کې ماته وخوړه. طالب سولې ته غاړه کېښوده او له داعش سره چې سوله هیڅ مجال نه لري، نو ځینې یې ووژل شول او ځینې یې بېرته پاکستان ته وتښتېدل.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه (ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیس) د ځنځیر د کړیو په څېر سره تړلي او د دوی کړنې یو پر بل مستقیم اغېز لري، نو د همدې لپاره د دوی ګډه همکاري او همغږي نهایت مهمه ده او که دغه همکاري نه وي، نو د دوی فعالیتونه به د امنیت د تامین او د قانون د تطبیق او د ټولنې د نظم د ساتنې په برخه کې موثر نه وي. پوځي عملیات باید په مطلقې همغږۍ مخکې لاړ شي، داسې چې کشفي ارګانونه او د ملي امنیت منسوبین باید معلومات راجمع، فلتر او تحلیل کړي او د همدغو معلوماتو له ارزونې وروسته باید په هغه اساس د عمل پلان جوړ شي او بیا عملیات ترسره شي، تر څو اردو متحرکه وي، مګر د اردو د لا ښه تحرک لپاره دا ډېره مهمه ده چې د ملي امنیت منسوبین خپله دنده او مسوولیت په ښه انداز ترسره کړي او خپل دقیق معلومات له اړوندو چینلونو سره شریک کړي.

سوله به چې د ولس اساسي غوښتنه ده، انشاالله راشي او له سولې وروسته به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت لا زیات شي. هر افغان چې سوله مني، باید اطمنان ولري چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په مسلکي چلند د دوی د مال او ځان او حیثیت دفاع کوي.