
جمهوررئیس غني د کب په نهمه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د ملي ورځې په مناسبت ملي دفاع وزارت کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال سرتېرو ته په خطاب کې وویل: ”غواړم له کورنیو مو مننه وکړم، له میندو مو مننه وکړم چې داسې اتلان یې زېږولي او وطن ته یې تقدیم کړي. له مېرمنو مو مننه کوم چې دا یې منلې چې تاسو په لوړو غرونو او سختو بادونو کې بیرغ اوچت وساتئ او دوی کورنۍ وچلوي. له پلرونو مو مننه چې د وطن مینه ستاسو په سترګو کې ویني. له ټول عظیم ولس مننه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې ټول رضاکار دي. هغومره پیسې او زور په نړۍ کې نشته چې تاسو یې په پیسو او زور راوستي وای. تاسو کې مینه او وینه ده. دا خاروه به تل وي، ځکه تاسو د دې وطن واقعي بچیان تل حاضر یاست چې د دې وطن، استقلال ، عزت او افتخار په خپله وینه وګټئ.“
په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې ولسمشر غني یو شمېر سرتېرو ته فوق العاده رتبې ورکړې، د شهیدانو کورنیو ته یې د اپارتمانونو کیلیانې او همدارنګه یې ځینو سرتېرو ته تقدیرنامې او نغدي جایزې هم ورکړې. هغه وویل: ” زموږ ژمنه داده چې د ټولو شهیدانو کورنیو ته باید مرسته ورسوو. زه هغو کورنیو ته چې خپل زامن د امنیتي ځواکونولیکو ته لېږي د درناوي او احترام مراتب وړاندې کوم او ویاړم چې د دې وطن اصلي او معنوي مالکیت ستاسو دی، ځکه اصلي خطر تاسو منئ او اصلي قرباني تاسو ورکوئ او ستاسو د قربانیو له برکته په ملیونونو افغانان په امن کې ژوند کوي.“
محمداشرف غني څرګنده کړه، ”دولس زره کورنیو ته سږکال کابل کې د کوپون امکانات برابر شوي او دا به ټول افغانستان ته پراخوو.دا یوازې زما وظیفه نه ده چې شهیدانو ته توجه وکړو دا د هر افغان وظیفه ده چې دا ملي اتلان وپالي او پر دوی پانګه واچوي. “
محمداشرف غني په خپله وینا کې ټولو افغانانو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ او وې ویل: ”په صراحت افغانانو ته ډاډ ورکړم چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مقام به په هیڅ ډول معامله ونشي او د یوازیني مشروع ځواک په توګه به خوندي وي. تاسو ملي پانګه یئ او هر څوک چې د دې ادعا لري چې دا ملي پانګه تخریبوي او بیا طیارې په داغمه خرڅوي هغه د دې وطن نه دی. “
امنیتي او دفاعي ځواکونه په رښتیا هم د ولس او هیواد ملي پانګه ده، ځکه دغو اتلو او زړورو سرتېرو د هیواد د بقا د تضمین تر څنګ د خلکو ژوند هم ژغورلی دی. افغانستان چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، نو له همدې امله د دغې شومې پدیدې زیات خطرات موږ ته متوجه دي، مګر زموږ زړور ځواکونه په ټول قوت سره دغه تهدیدونه دفعه کوي. له همدې امله زموږ ویاړلي سرتېري یوازې د ولسمشر نه، بلکې د ولس په زړونو کې هم ځای لري او د خپل خوندیتوب تکیه یې پر دوی ده.