دسربازی ېي می غليمه اړولی نسی
زموږليونی ترانی ته ولی زغملی نسی
که می غوڅ غوڅ دازادی نغمی به ګونګی نس
يوه می پشتو دغه پشتو ته بدلولی نسی
دڅوک جواب می دی ورکړی تل په خشته باندی
زموږفولادی ايره دی ته هيڅ کمولی نسی
دسرپه بعيه می روزلی دلعلونو به هير
دسندر يزو لشکر هيڅ ته تمبولی نسی
نن په سرووينو کی لمبيږی دحرم شاپيری
دعظمتونولړی ته هيڅ ختمو لی نسی
بياسرپه لاس کی مستو ی دليونيو کاروان
زما غزل غزل جانان غلام ولی نسی
سرپه سوغات کی ورکوی داغرنی پشتانه
داپرهری لالئ په مرګ ته ويره ولی نسی
تل په سره اور کی لوبيدلی دبازانو بچی
زمادسرکشو پشتنو سرټيټ ولی نسی
الکوزی به دی تل ستائيم دوحدت په نغمو
دا غرنی ته په ډالرو تيرايستلی نسی
په درناوی منان الکوزی کوټه
-------------------------------
وروستي