ژمي د کال وروستی څلیز چې د نوم په اورېدو سره یې انساني ذهن ته اوږدې شپې ، د ستوریو پړکېدل، لنډې او تیاره ورځې، د لمر یو اړخیز مزل، نسبي ارام چاپېریال، د باد ترنم او نور سپاري.
هغه څه چې په د موسم کې سترګې سترګې ور اوړي؛ له هسکنۍ سپینې تختې ملغلریز امېلونه چې د نڅا په هنر کې خپل مزل د اړمنو د ځولۍ په لور پیلوي، تر خپله وسه د هر دیار دروازه ټکوي، پخپل راتک یې خبروي او غاړه پرې خلاصوي.
ونې او بوټي هم پر همدغه الهي لورینه بخیلي نه کوي؛ پر خپلو غېږو، پراخه لپو او نازکو منګلو کې یې چې د مینې او سولې په نښان پوښل شوې سوغاتونه په پرتمین ډول درته ډالۍ کوي.
دا ډالۍ د کچې او بڼې له مخې بېلابېل رنګونه لري، پروا نکوي هره برخه یې په یوه زړه کې ځای نیسي. د اړمن اړتیا لیرې کوي، زړی را ټوکوي، ژوند کولو ته یې هڅوي، تنې یې د ښایست پاڼې هرکلي ته وړاندې کوي او په را تلو د ګلونه غوړوي، د طبیعت غېږه له ښکلا ګانو ډکوي، شمال یې ستاینه لر او بر ته وړي، زړونه سره نژدې کوي او په ګډه د یوې لارې لاروي جوړیږي.
وروستي