جنګ له افغانانو او سوله له امریکایانو سره!

پوره اتلس کاله وشول چې طالب وسله وال له افغان ولس، حکومت او نظام سره په جنګ دي او په دغو اتلسو کالو کې یې ګڼ بې دفاع هیوادوال په تروریستي بریدونو او چاودنو کې شهیدان کړل، مګر نن یې چې سولې ته غاړه ایښې د افغانانو پرځای له امریکایانو سره سوله کوي.

د افغان سولې لپاره نړۍ والو او طالبانو خپلې هڅې زیاتې کړي دي دواړه لوري په ښکاره غواړي چې په افغانستان کې سوله راولي، مګر سوله د افغانانو له مشورې پرته نشي راتللی. حکومت د افغان ولس په رایو انتخاب شوی او د دوی استازیتوب کوي، نو که دغه دواړه لوري (امریکا او طالبان) په افغانستان کې تلپاتې سولې ته ژمن وي، نو بیا باید وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړي.

طالبان چې ټول واک یې د پاکستان حکومت په لاس کې دی، د هر ډول وسلو او مالي مرستې حمایت یې کوي. او هر څه چې ورته وايي دوی یې هم بې له کوم شرطه مني. پاکستان یې څه کم دوه لسیزې په افغانستان کې د خپلو شومو موخو لپاره جنګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو ترکیې، هند، چین، قطر، افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل، د یادو هیوادونو مشرانو هم له ښاغلي خلیل زاد سره د افغان سولې په راوستلو کې ټینګې وعدې وکړې.چې په دې یې افغانان او ښاغلی خلیل زاد ډېر خوشحاله کړل، ښاغلي خلیل زاد افغانانو ته دا ډاډ ورکړ چې دا ځل به افغانستان ته سوله راځي خو داسې سوله چې په هغې کې د ټولو سر او مال خوندي وي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو دا غږ کوي چې ستاسو ستونزه له افغانانو سره ده او سوله هم له افغانانو سره غواړئ. له تاسو هم دا هیله کوم چې خپلې ستونزې او مشکلات له افغان حکومت سره شریک کړئ، او د حل لپاره یې یوه مناسبه لاره پیدا کړئ. ښاغلي غني طالبانو ته وویل چې ستاسو هڅې به هلته د منلو وړ وي چې تاسو راشئ او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړئ. افغان حکومت ته ستاسو هغه هلې ځلې د منلو وړ ندي کومې چې تاسو د افغان سولې په تړاو له خارجیانو سره کوئ. او خاریجیان هم پرته د افغان حکومت له مشورې تاسو سره د دروغو وعدې کوي او تاسو یې هم منئ.

عقل او منطق هم دا وایي او اساسي قانون هم دا حکم کوي چې د سولې واک او صلاحیت له افغان حکومت سره دی، طالبان پلمه کوي چې د افغان سولې مخه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو حضور ډب کړې ده، تر هغې به له افغان حکومت سره سولې ته غاړه کېنږدو چې تر څو یې امریکايي سرتيري له خپل هیواد څخه بهر کړي نه وي.حال دا چې امریکایان لا څو کاله وړاندې له افغانستانه وتلو ته چمتو وو، خو کله چې طالبانو جنګ سخت کړ، نو امریکایي عسکر بېرته راوګرځېدل.

طالبان او د دوی بهرني ملاتړي فکر کوي چې د امریکایانو له وتلو وروسته به د جنګ او تشدد له لارې واک ته ورسېږي، خو افغان حکومت ولس ته ډاډ ورکوي چې د هغوی په وتلو سره به هېڅ ګډوډي هم رامنځته نشي، افغان حکومت وايي چې مونږه همدا هیواد په خپلو وینو ساتلی او ساتو به یې. د وطن لپاره له خپله سر او مال هم ورته تېر یو.