پاکستان کې د نېول شوي هندي پيلوټ ژوندليک

پاکستان کې د نېول شوي هندي پيلوټ ژوندليک
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د پاکستان پوځ له خوا د نېول شوي هندي پيلوټ بشپړ نوم اوینندن وردمن دی. د هوايي جنرال سېم کوټي زوی او پلار يې هم د هند هوايي پوځ لوړپوړی جنرال پاتې شوی دی. په ۱۹۸۳ ز کال کې د هندوستان په چينای ايالت کې زېږدلی، عمر يې ۳۵ کلن او په مذهب هندو دی. اوینندن وردمن واده کړی او يو نارينه زوی لري. د نوموړي ميرمن هم د هندوستان د هوايي پوځ پيلوټه وه چې پنځلس کاله يې هلته کار کړی. اوینندن وردمن په ۲۰۰۴ز کال کې د هندوستان هوايي پوځ ته دننه شو او د هوايي پوځ د غړي په توګه يې دندې تر سره کړي.

اوینندن وردمن ته د پاکستان او هندوستان ترمنځ د وروستي کړکېچ له زياتېدو وروسته د پاکستان خاورې دننه شو او د يو شمېر وسله والو د ځپلو امر ورته وشو، چې په کمشير سيمه کې يې الوتکه د پاکستاني پوځ په بريد کې رانسکوره شوه او نوموړي د پارشوټ په مرسته ځان وژغورو او په ځکمه کېناست. اوینندن وردمن له نېول کېدو وروسته د ځان په اړه وويل، "زما نوم اوینندن دی. د الوتنې نمبر ۲۷۹۸۱ دی، هوايي پيلوټ يم او په دين هندو يم."

د سيمې قهرېدلي خلکو د اوینندن وردمن په خوا ورغلل، په بې رحمه ډول يې نوموړی ووهلو او خپرې شوې وېډيوګانې په ګوته کوي چې د پاکستان پوځ د خلکو له وهلو نوموړي ته ژغورنه ورکوي. په وېډيو کې ښکاري چې د اوینندن وردمن لاسونه د شا له خوا تړل شوي دي، د پاکستان پوځيان يې تر شا دي، مخ يې په وينو ککړ او ټپي ښکاري.

د اوینندن وردمن د وېډيوګانو له نشرېدو وروسته د هند حکومت غبرګون وښوود او نيوکه يې وکړه چې نوموړی د جګړې نېول شوی اسير دی او ناوړه چلند به د جينوا تړون مات کړي. د هند حکوت له پاکستان غوښتنه وکړه چې د دوی په خاوره کې يې د يو خپلواک په توګه د ځان د دفاع په موخه هوايي بريد وکړ او نېول شوی پيلوټ بايد بېرته ورته وسپارل شي.

اوس د پاکستان حکومت او په خپله لومړي وزیر عمران خان ژمنه کړې ده، چې که چېرې د پاکستان او هندوستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د پيلوټ اوینندن په خوشي کېدو پای ته رسېدای شي، نو دوی به نوموړی ورخوشی کړي. د یادونې ده چې دغه هندي پيلوټ تر اوسه د پاکستان پوځ په لاس کې دی او په ټولنيزو رسنيو کې یې بحثونه راپورته کړي.