سرتېریه! ورځ دې مبارک

سرتېریه! ورځ څه چې دا لسیزه او سلیزه باید ستا په نوم وي، ځکه په ۲۰۱۴ کال کې چې بهرني سرتېري له افغانستان څخه وتل، نو ټول هیوادوال یوې ناڅرګندې وېرې او نهیلۍ په مخه کړي و. له همدې امله ډېرو ځوانانو له له دغې وېرې څخه د تېښتې له امله ګل وطن پرېښود او په مرګونو لارو اروپا او امریکا ته په ستړو او مرګونو لارو وخوځېدل، خو یو شمېر ځوانانو برعکس ملاوې په کمربندونو کلکې وتړلې او د هیواد د دفاع سنګرونه یې ونیول.

دغو ځوانانو له خدای او ولس سره ژمنه وکړه، چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي به د هیواد د دفاع او د هیوادوالو د خوندیتوب لپاره جنګېږي، مګر هغه مهال ډېرو د دوی په ژمنتیا او وړتیا باور نه درلود، ټولو به ویل چې دوی د طالب او ترهګر پر وړاندې د مقاومت او استقامت تاب نه لري.

د کورنیو او بهرنیو مبصرینو شننې هم دا وې چې تر شپږو میاشتو پورې به نظام سقوط وکړي. وسله والو طالبانو هم د فتحې خوبونه لیدل او دوی ته داسې تبلیغ شوې وه، چې د جګړې له لارې به واک ته رسېږي، ځکه یې نو جنګ ته شدت ورکړ، د هیواد په شلو ولایتونو کې جنګ زور واخیست، مګر افغان سرتېري د هیواد په شلو او سلو سنګرونو کې په مېړانه وجنګېدل.

د دوی مورال لوړ وو او دوی پوهېدل چې دښمن به یې پر وړاندې په ګونډو شي. په لږ وخت کې د مبصرینو وړاندوینې برعکس شوې، ځکه نه نظام سقوط شو، نه افغان سرتېری مات شو او نه یې هم تر ولکې لاندې سیمې له منګولو ووتې، بلکې برعکس وسله وال دښمن مات شو، ګڼې سیمې یې له ولکې ووتې او کله چې د جګړې په ډګر کې نهیلی شو او د افغان سرتېري پر وړاندې یې د جګړې توان له لاسه ورکړ، نو په لویو ښارونو کې یې ملکي وګړي او تاسیسات په نښه کړ او غوښتل یې چې د چاودنو او بریدونو له لارې د ولس په منځ کې وېره او دهشت خپور کړي.

افغان سرتېري د نړۍ پام ځانته ور واړاوه. نړیوال سټېجونو باندې ولسمشر غني او د نړۍ د نورو هیوادونو مشرانو د افغان سرتېرو اتلولۍ نه یوازې وستایلې، بلکې ډېرو هیوادونو له افغانستان سره خپلې ژمنې بیا تازه کړې او دوی له دې امله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه، چې یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات په خاطر په مېړانه جنګېږي او مبارزه کوي.

افغان سرتېرو قرباني ورکړه، سختې یې وګاللې، کورنۍ یې غمجنې شوې، خو د دښمن پر وړاندې یې هیڅ وخت هم خپل عالي مورال له لاسه ورنه کړ، ځکه دوی پوهېږي چې د دوی لاره او مبارزه برحقه ده، ځکه دوی د افغانستان د راتلونکو نسلونو او سلو کالو لپاره مبارزه کوي او دوی په خپلو اتلولیو سره د هیواد بقا د تل لپاره تضمین کړه او دښمن ته یې دا عملاً په اثبات ورسوله چې د فتحې کاذب خوبونه به یې همداسې هوایي خیالونه پاتې شي، ځکه نو افغان سرتېری د ویاړ او مبارکۍ مستحق دی. دوی د افغان ولس رښتیني اتلان دي او د ولس په زړونو کې تلپاتې ځای لري.