
د ژمې يخې شپې او ورځې وې، هوا ډېره سړه وه، د ډېرې يخنۍ له امله هيچا هم د دې توان نه درلود چې له کوټې څخه بهر شي، خلکو خپل لاسونه د يخنۍ څخه خولې ته نيولې وو خو تاج د لونګۍ په شمله د تندي خوالې وچولې، ځکه چې همدا شيبه د ده د دوستانو له خوا ورته زنګ ووهل شو چې زموږ خوښه ده، نن ورځ درځو خو تاج ورته په ډډ غږ وويل مه راځى هلک شهيد شو.
په دې سره تاج ديواله ته ډډۀ ووهله او د سترګو په څنډو کې يې د اوښکو ډنډونه جوړ شول.
نصيب الله د تاج دريم زوى وو دده څخه دوه مشران وروڼه يې هم د ملې اوردو سربازان وو. دى لا تنګى ځوان وو چې د وطن ساتنې مينه يې په زړه کې په ټوپونو وه؛ همدې مينې دى هم د ملي اردو تر سنګرونو ورساوه. کله به چې د نصيب الله د رخصتۍ شپې او ورځې رانيږدې شوې نه يوازې کورنۍ به يې د راتګ ورځې شمېرلې بلکې ډيرى کليوالو به ويل چې (نصيب کى) کله راځي؟
دا څه موده وړاندې نصيب د اوږده سفر وروسته چې کله کور ته راغى نو د تګ پر مهال يې مور ته د لاس ګوتي ورکړه او مور يې د رخصت کيدو په وخت کې په دروازه کې ورپسې اوبه هم وشيندلې او د سترګو يې اوښکې روانې وې خو نصيب دا ځل ورخطا نه وو د مور او پلار لاسونه يې ښکول کړل او روان شو.
دا څو ورځې کيږي چې د کونړ ولايت په سرحدي ولسوالۍ دانګام باندې د دولت وسلوالو مخالفينو بريد کړى جګړه ډيره اوږده شوي ده؛ افغان ځواکونه نور د مهماتو د خلاصون سره مخ کيدونکي دي. د ملکي خلکو او افغان ځواکونو د مرستې لپاره د ملي اردو يو بل کنډک د پلازمينه کابل څخه ور روان شو، نصيب الله هم د دغه کاروان سره ملګرى و. د ملي اردو دغه کاروان لا د جګړې سيمې ته نه وو رسيدلى چې د وسلوالو مخالفينو د کمين سره مخ شو، شديده جګړه ونښته دواړو لوريو ته د ځوانانو ښکار کيده، جګړې دواړو اړخونو ته درانه تلافات واړول. د جګړې له پاى ته رسيدو وروسته د پيښې قربانيان کابل ته وليږدول شول. د نصيب بل ورور چې په کابل کې د ملي اردو سرتيرى و، په منډه د جنازو کتار ته ورغى ګوري چې د نصيب الله ټټر خونخوارو ګوليو غلبيل کړى دى.
د نصيب الله کورنۍ نن ورځ د ده د نامزادۍ ورځ ټاکلي وه خو دوى په دې نه پوهيدل چې نصيب نور د ژوند سره اړيکې پرې کړي دي. د نصيب پلار ډېر غمجن و، د نصيب له جنازې راوړلو دا ورته ډېره درنه تمامه شوه چې ده د نصيب د کوژدنې لپاره راتلونکي دوستان وګرځول.
د نصيب مړينې د نصيب پلار ته سره د ډېره غمه يو پټ وياړ هم وربښلو، ځکه نور چا د نصيب يا مړي نوم نه اخيستو ټولو کليوالو به ويل چې شهيد شوی دى.
خو د تاج غم، خپګان او هغه پټ وياړ چې کليوالو ورکړى و هغه وخت په حيرانۍ بدل شو کله چې د نصيب شهيد جنازه د لمانځه لپاره کېښودل شوه، خو د کلي ملا له جنازې انکار وکړ او ځان يې غيب کړ.
په وطن مړ يم جنازې ته مې ملا نه راځي
اخيري وخت دى مخ کتو ته مې ليلا نه راځي