د خوست خوشال بابا فکري بهير د ۳۰ غونډې راپور

د خوست خوشال فکري بهير غونډه میرمنو ته ځانګړې شوې وه.
په دې راټوليدنه کې د خوست ولايت د نسوانو ښوونځيو زده کوونکو، استادانو، د پوهنتون محصلينو او د ښځو د حقوقو فعالانو ګډون کړى و.
غونډه د قران کريم په تلاوت پيل شوه، په سر کې په خوست کې د لنکن ښوونيز مرکز مشر نصير احمد روښان خبرې وکړې، ده دا ډول راټوليدنې د ځوانانو او نجونو لپاره د روزنې بهترين فرصت وبللو. او دوى ته يې توصيه وکړه چې بايد په دې ډول راټوليدنو کې تر امکان حده ګډون وکړي.
ده د خوشال بابا فکري بهير په فعاليتونو او اهدافو هم رڼا واچوله.
وروسته د خوست څخه د ځوانانو پارلمان غړي شميم څانګې خبرې وکړې.
شميم څانګې په لومړيو کې د خوشال فکري بهير له مؤسيسينو او پرمخبیونکو څخه مننه وکړه چې د دوى لپاره په دې ډول پروګرامونو کار کوي، او د ښځو په هغه حقوقو يې رڼا واچوله کوم چې ورته اسلامي شريعت ورکړي دي.
وروسته د پريزينټيشن لپاره د افغانستان تړون اونيزې مسول مدير اسدالله نورزى راوغوښتل شو، تر څو د جنډر مساوات تر عنوان لاندې پريزينټيشن وړاندې کړي.
ده په پريزينټيشن کې په جنډر عدالت، او په هغه تقنيني توکو رڼا واچوله، چې په ځانګړي توګه د ښځو د حقوقو څخه حمايه او ملاتړ کوي.
ورپسې د بي بي حليمې ليسې زده کوونکي صميمې د ديموکراسۍ تر عنوان لاندې مقاله ولوستله.
غونډه د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيده.
 
C:UsersRohiDownloadsIMG_8886.JPG
 
اسدالله نورزى