د پنج شيبې په ورځ د خوست خوشال بابا فکري بهير ٢٦ غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د خوست د پوهنتون محصلينو، د ښوونځيو زده کوونکو، مدني فعالانو او مشرانو ګډون کړى و. غونډه د قران کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، ورپسې د احديث شريف لپاره اسدالله نورزى راوغوښتل شو، ده د قتل په اړه لنډ احديث، د هغې حکمت او فلسفه بيان کړل.
وروسته د افغانستان سيمې او نړۍ پيښو لپاره فريدالله ته وار ورکړل شو. فريدالله د افغانستان، سيمې او نړۍ مهمو پيښو ته لنډه کتنه وکړه. ابراهيم د غونډې بل ګډونوال د قانون ارزښت په مورد خپله ترتيب کړي مقاله وړاندې کړه. ده د قانون او اصول اړتيا په ټولنه کې وښوده او تر څنګ يې په افغاني ټولنه کې د شته قوانينو مشروعيت لايل وړاندې کړل. کريم چې د ښوونځي زده کوونکى دى، د برياليتوب تر سرليک لاندې کتاب يې معرفي کړ، ده ګډونوالو ته د کتاب د معرفۍ سره خوا کې، په ياد کتاب د شته موضوعاتو لنډ ناچوړ وړاندې کړ.
د يادونې وړ ده چې د غونډې د وياندويۍ چارې د رحيم الله او محمد روف په واسطه پر مخ بيول کيدې.
اسدالله نورزى، خوست
وروستي