زه له هغې پرته دا څو شپې هیڅ خوب نشم کولی

اوه خدایه،
دا څۀ دې راپېښ کړل
لۀ هغې پرته
دا ژوند هیڅ معنی نلري
ما تر اوسه د خپګان مزه نه وه څکلې
خو د هغې هجران پر ما دا مزه وڅکله
د هغې ځای تر اوسه زما په زړه کې خالي دی
اه خدایه
دا څه دې را پېښ کړل؟
د هغې یادونو زما فکر شپه او ورځ اشغال کړی
حیران یم چې څرنګه مې بېرته فکر را غونډ کړم

اه خدایه
دا څه دې را پېښ کړل؟
اوس مې هیڅ نه هېرېږې
اخر څه وکړم
اې پوهېږې ته زما د ژوند هستي یې
بې له تانه راته ژوند ډیر سخت دی
اې ستا په نشتون زما ساه لنډه شوې

اه خدایه
دا څه دې را پېښ کړل
اې ستا د خندا زیګنال زما د زړه په هر رګ کې دوران وهي
اې زه د اوس یوازې تصویر ته ګورم
ماته ستا یوازې تصویر نه بلکې ډیرې خبرې پاتې
اې باور وکړه
ماته ستا نشتون دا نړۍ تیاره کړې
ته ولې رانه لرې شوې یې؟
اخر زما څه ګناه وه
اې پوهېږې
زه ستا تصویر ته ګورم هغه ته
په خیالۍ نړۍ ډیرې خبرې کوم
خو ستا تصویر یوازې ماته ګوري
زه مې د خپلو خبرو ځواب غواړم
خو دوی یوازې ماته ګوري
بس ستا نه بغیر ژوند راته ستونزمن دی
اې راشه کنه

اې
راشه کنه
پوهېږې ستا نوم چې اخلم زړه مې تازه شي
خو دا چې زما تر څنګ ونه اوسې زړه مې درد وکړي
اې " کتاب " ستا سره مینه لرم
راشه کنه بغیر له تا ژوند هیڅ مانا نلري
ته چې راسره وې د ژوند لار راته رڼا وي.
 
 زه او کتاب