امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلواله وکړه

۲۰۱۴ کال که د وېرې او ترهې کال وبولو، نو بې ځایه به ځکه نه وي، چې په هغه کال افغانان یوې ناڅرګندې وېرې او نهیلۍ په مخه کړي وو. د هر چا په زړه د وېرې بلا ناسته وه. نه یوازې خپل، بلکې د هیواد راتلونکي ته اندېښمن و.

دوی ملامت هم نه وو، ځکه له یوې خوا لسګونه زره بهرني مجهز ځواکونه له افغانستان څخه وتل او له بل لوري ترهګر، جنګي او مافیايي ډلې هم په همغه زور او قوت موجودې وې. هیچا هم باور نه درلود چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې هم د تجربې له پلوه پاخه شوي نه وو او هم یې وسایل او امکانات محدود، نو هیچا باور نه کاوه، چې دوی به د تروریزم پر وړاندې تاب راوړي او وبه جنګېږي.

له همدې امله امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هېواد د امنیت د مسوولیت د ورسپارلو پرمهال کورنيو او بهرنيو مبصرینو به له کوم شک پرته په یقین سره دا ویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو او وسله والو ډلو پر وړاندې د هېواد د دفاع او مقاومت توان نه لري او له همدې امله د دوی وړاندوینه دا وه چې په شپږ میاشتو کې به نظام سقوط وکړي او امنیتي او دفاعي ځواکونه به له داخل څخه وپاشل شي.

افغانانو چې یو ځل دمخه هم د ملي امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو ترخه خاطره په یاد وه، نو زیات اندېښمن وو، ځکه دوی پوهېدل چې که خدای مکړه داسې وشي، نو هیواد به یو بل بحران ته داخل شي او دلته به بیا کورني جنګونه او د ګاونډیانو لاسوهنې زور واخلي. له همدې امله ځینې خلک د هېواد پرېښودلو ته اړ شول، په سختو او مرګونو لارو اروپا او نورو هېوادونو ته لاړل او ځینو چې په افغانستان کې پانګې او کاروبار درلود، نو خپل کارونه یې ودرول.

له ۲۰۱۴ کال وروسته په هېواد کې جنګ شدت پیدا کړ او طالبانو ته د پاکستان له لوري دا تمه ورکړل شوې وه چې د افغانستان ډېر ولایتونه به په لومړي قدم کې سقوط وکړي، بیا به دوی خپل مرکزونه له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي او کرار کرار به د حکومت له سقوط وروسته واک ته ورسېږي. مګر د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورو او اتلو سرتېرو د خپل ژوند او ځان په بیه نه یوازې د سپر په توګه د دښمن پر وړاندې ودرېدل، بلکې هغوی یې مات کړل او په شا یې وتمبول، ځکه دوی د هېواد په راتلونکي باور درلود او له خپل ولس سره یې ژمنه درلوده او دغه ژمنه یې تر بل هر چا په ښه توګه پوره کړه. د دوی دغو اتلولیو او سرښندنو نه یوازې د افغانانو، بلکې د نړۍ پام ور واړاوه او هغوی یې هک حیران کړل.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د بېسارې اتلولۍ، مېړانې او سرښندنو له برکته د داخلي او بهرنیو مبصرینو ټولې فرضیې او تبصرې غلطې ثابتې کړې. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سخته اتلواله وکړه، ځکه د هېواد په هره برخه کې په مېړانه او زړورتیا وجنګېدل، د دښمن بریدونه یې په شاوتمبول. طالبانو او وسله والو ډلو ته د سر او مال زیانونه واوښتل، ډېرې سیمې یې له لاسه ووتلې او نهیلي بېرته خپلو پټنځایونو ته ور وتښتېدل اوپه دوه سياسي جغرافیو د افغانستان د وېش مخنیوی وشو او په دې ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلواله وکړه.