اسرائيلو خپل وزير ايران ته د جاسوسۍ په تور په يوولس کاله بند محکوم کړ

روهي (درې نۍ/۷ د کب)، د اسرائيلو يوې محکمې د دغه هېواد يو پخوانی وزير ايران ته د جاسوسۍ په تور په يوولس کاله بند محکوم کړی دی.

دغه وزير سيګيف نوميږي او په نويمو کالونو کې د اسرائيلو د اوبو او انرژۍ وزير وو چې د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې جاسوس پېژندل شوی دی.

د اسرائيلو حکومت ويلي دي چې سيګيف له ايران سره د خپل هېواد استخباراتي مالومات شريک کړي او همدا ډول يې ایران ته دوه ځلې سفرونه کړي.