که دغه اته (۸) نښې ولری نو په اېډز اخته یی

که دغه اته (۸) نښې ولری نو په اېډز اخته یی
ډاکټر نېک محمد ويال د رهي وېب پاېن څښتن
مخکې له دې چې چې د اېډز ناروغۍ يو شمېر نښې - نښانې درته په ګوته کړو غوره ده چې دغه ناروغي درته تعريف او همدا ډول د اېډز او HIV ترمنځ په توپير باندې پوه شئ.

۱- پېژنده:
- ايډز: د ايډز کلمه د (Acquired Immune Deficiency Syndrome) لنډ نوم دی چې د انګلېسي ژبې په AIDS تورو سره ښوودل کيږي. د Acquired Immune Deficiency Syndrome پښتو مفهوم دی (د فاعي سېسټم د کمزورتيا نښې).

هغه ناروغي په کوم کې چې د وجود حجرې په جدي ډول سره له منځه ځي، د وجود دفاعي او د خونديتوب سېسټم کمزوری کيږي او وجود خپل مقاومت له لاسه ورکوي د ايډز په نوم ياديږي.

- HIV: اېچ.ای.وي، د human immunodeficiency virus لنډ نوم دی، چې په انګلېسي کې ورته HIV وايي او پښتو مفهوم يې (د انسان د خونديتوب سېسټم ويرس) دی.

هغه ويرس چې د وجود په دفاعي سېسټم يا د وجود په طعبي سېسټم بريد کوي، د HIV په نوم ياديږي.

تر ډېره د HIV او ايډز ترمنځ په اسانۍ سره توپير نه کيږي، خو HIV او ايډز په خپل منځ کې توپير لري. بايد وايو چې HIV او ايډز دواړه د انسان د وجود د فاعي سېسټم د کمزورتيا لامل کيږي.

۲- د HIV او ايډز ترمنځ توپير:
- لکه څه ډول يې چې له نوم څخه څرګنديږي، HIV د ويرس نوم دی، چې د ياد ويرس په شتون کې وجود د ايډز په ناروغۍ اخته کيږي.

- ايډز بيا هغه حالت او يا ناروغي ده چې د HIV ويرس په شتون کې منځ ته راځي، لومړۍ په وجود کې د HIV ويرس شتون پيدا کوي، د وجود دفاعي سېستم کمزوری کيږي او پايله کې د ايډز ناروغي يا حالت رامنځ ته کيږي.

هغه کسان چې د HIV ويروس په لومړيو پړاونو او يا هم په ايډز اخته شوي دي نو تر ډېره دغه اته لاندې نښې - نښانې په کې ښکاري. دا نښې ډېر وخت د HIV ويروس له داخلېدو دوه - درې مياشتې وروسته راڅرګنديږي.

۱- ملايمه تبه: د اېډز ناروغۍ په لومړی مرحله کې د HIV ويروس وينې ته دننه کيږي او په دې پړاو کې ناروغ کس له يوې ملايمې تبې ربړيږي. دغه تبه ځيني وخت د مرۍ له درد سره مله وي چې اوږدوالی يې د اېډز نښه ده.

۲- د بندنو او عضلو درد: په دويم پړاو کې HIV ويروس په عضلو او بندونو باندې بريد کوي. په دې پړاو کې د وجود بندونه درد کوي او همدا ډول عضلي خوږيږي. د يادونې ده په دې وخت کې د خوړولو په وخت کې د مرۍ غدې هم درد کوي.

۳- د مرۍ ټپ او د سر درد: د HIV ويروس بله نښه په دوامداره ډول د مرۍ زخم او د سر درد دی. که چېرې د يو اوږد وخت لپاره مو سر درد وکړي او مرۍ مو ټپي وي نو د HIV ويروس ټېسټ دې وشي.

۴-حساسيت او د وجود خارښت: له ځينو شيانو سره د وجود حساسيت پيدا کېدل او په ځانګړي ډول د پوستکي خارښت د HIV ويروس او اېډز ناروغۍ نښې دي.

۵- اسهال او کانګې: د هضمې سېسټم دغه دواړه ناروغۍ هغه وخت د اېډز نښې پېژندل کيږي چې د اوږد وخت لپاره دوام وکړي او د عادي حالت په اساس نه وي رامنخ ته شوې.

۶- د زون بايلل: د اېډز او HIV ويروس بله مشهوره نښه د وزن کمېدل دي. کله چې پرته له کومې بلې ناروغۍ د وجود وزن په کمېدو شي نو د HIV ويروس وجود ته دننه شوی دی.

۷- وچ ټوخی: له بلغمونو پرته وچ ټوخی هم د HIV ويروس په اساس رامنځ ته کيږي. ټوخی د بيلا بيلو ناروغيو نښه کېدای شي، خو د اېډز ټوخی درد لرونکی او وچ دی.

۸- د شپې په خوب کې خولې کېدل: د وزن کمېدل او د شپې له خوا خولې کېدل سره تړلې دي. که چېرې له داسې نښو سره مخ شوې وی نو غوره ده چې په وخت طبي معاينات وکړی او دا مالوم کړی چې HIV ويروس مو په وجود کې څومره پرمختګ کړی دی.