
په منیتوبا کی افغان اتحادیی د افغان ویبپاڼو د بندیز په خبریدو سخت خفګان اوغبرګون وښود. مونږ ټول پښتانه پدی پوهیږو چی ټول افغان، بینوا ، تاند،روهي ویبپاڼو د پښتو هغه رسني دی د پښتون قام یی رابیدار کړ. دا اوسنی انترنیټی رسني هغه رسنۍ دی چی نوۍ افغان نسل یی د دنیا ګوټ ګوټ کی اګاه کړی. دوی افغانانوته نه فقط خبرونه بلکه د هر افغان لیکنه د تکنالوجی په نړی کی بدون لدی چی د چا څخه مالي کومک وغواړی خپروی. د منیتوبا د افغان اتحادیی رئیس محمد ظاهر اکبری هغو مریضو چارواکو ته چی د پښتون د قوم سره د توبور ولې په مرض اخته دې ورته د شفا عاجل غوښتنه وکړه. افغان اتحادیی د افغان حکومت هغه چارواکی چی د ددی رسنیو د بندیز ګواخونه کړی په ټینګه و غندل او افغان حکومت ته دا اخطار ورکوی چی که کله هم چارواکی واقعا د بیان د آزادی مخه ونیسي نو دا به ددوی د زوال اولنی موسم وی. تر اوسه باید دوی پوه شوی وی چی مونږ پښتانه هغه دری پیړی پخوا پښتانه نه یو همدا رسني وی چی کرزی یی کرزی کړ نو کرزیه خدای دی هغه ورځ نه راولي دا رسني بندی شي. دی ویبپاڼو دا ملت ته ثابته کړی چی دوی نه فقط د پښتو د میډیا کلتور ته وده ورکړه بلکه بیشکه د نړی په ګوټ ګوټ کی د لکهاو افغانانو د احساساتو نمایندګۍ هم کړی او کوی یی چی همیش باید تشویق، او د کارکوو
نکو یی د زړه د کومی قدرداني و شي. مونږ له ¯ افغان چار واکو څخه پدی هکله د رسمی اعلامیی او معذرت خواخی سترګی په لار یو.
افغان اتحادیه منیتوبا کانادا