
سوله :
نړیوال ارمان
که نړیوال شعار
دسولې دنړیوالې ورځې(سپټمبر۲۱) په پلمه
په نړۍ کې دسولې په نوم نړیوالې چیغې کومه نوې خبره نه ده ،دیووشتمې پیړۍ له نوښتونوڅخه یوهم په سوله پورې دهرڅه تړل دي لکه دسولې په دفاع کې جګړې ، دسولې په دفاع کې دجنګ قهرمانان ، داتومي بم سولیزه انرژي ،سوله ایز یرغل .داټول هغه څه دي چې داوسنیو رسنیوپه خولوکې اوړي راوړي اوپیاوړي حکمتونه يې دخپلو روا اوناروا غوښتنوپه وړاندې کاروي .
که تاریخ ته پام وکړو نورا څرګنده به شي چې د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته دملګروملتونواداره په نړۍ کې دسولیزنظام دپا یښت اودوام لپاره دیوې هیلې په بنسټ د ګڼوسوله دوستواوبشرپا لوله خوا رامینځ ته شوه چې په هغه وخت کې یې دسالم دریځ اودیوه نړیوال بشري بحران دمخنیوي په برخه کې له غښتلي رول نه هیڅوک هم سترګې نه شي پټولی ددغه ادارې یوه موخه همدا وه چې دجګړې له درولو وروسته لومړۍ په جګړه کې ښکیل اوبیاټول هیوادونه له جنګ جګړې وژوغوري اوهیڅوک هم دې ته پرینږدي چې له خپل واک او ځواک نه په استفادې کمزوري هیوادونه تراثرلاندې راولي .
خولکه څرنګه چې وروسته څرګنده شوه ملګروملتونوخپل موقف هغسې خوندې نه کړپه کومه اندازه چې ورته دنړیوالواوپه ځانګړې توګه دجګړه ځپلوهیوادونوهیله اوتمه وه د دوی هیله داوه چې وروسته به نو دملګروملتونودایمي غړي اوهم ددغه سازمان امنیت شورا په خپلو هڅودجګړې لمن ټوله کړي اود دویمې نړیوالې جګړې په سبب دنړۍ سره شوې ځمکه به دسولې اوامن په اوبو ومینځي اودجګړې ځپلوملتونوټپونوته به خپلې مرستې ورسوي اوبې وزلوته به لاس وروغځوي .
دملګروملتونودایمې غړي (امریکا، روسیه ، برتانیه ، چين ، استرلیا...) هغه هیوادونه وو چې نه یوازې هغه وخت بلکې ترننه پورې یې په نړیوالو پریکړوکې دمخکښ رول لوبولی اوکه ووایوډیرځله یې خپل نا تائید شوی نظرپه نورو هیوادونوتپلی دی ، هغه که دخپلوشخصي نامشروغ مشروع غوښتنوپه چوکاټ کې دي اوکه دکومې نړیوالې مسئلې په اړه ددوی دګډ اوټولګټودریځ په وړاندې اقتصادي اوسیاسي غوښتنې دي .
خوله دې نه هیڅوک انکارنه شي کولی چې په ملګروملتونودنړۍ دسیاسي قدرتونوشخصي غوښتنې اونظریات دیوه منل شوي حکم په توګه ان له همغه سره مطرح وو اودنړۍ ګڼوحکومتونوهم دخپل ولس غوښتنوته په نه پام کولوسره یوازې ددې لپاره د تائید خولې خوځولې چې د دغه پریکړه کوونکوهیوادونوسره چې په سیاسي ، اقتصادي اوفوځی ډګرکې مطرح وو ځان نږدې کړي ددې لپاره نه چې خپل هیوادوساتي ، دولسونولپاره هوساینه راوړي ، اویاپه اقتصادي اوفوځي توګه خپل ځان اوچت کړي بلکې ددې لپاره چې خپل حکومت ، نظام ، سلطنت اویا په کورنۍ کې واک خوندي کړي اونړیول ځاني موقف خپل کړي .
اوس دنړۍ هروګړی پوهیږي چې دملګرو ملتونوهغه پخوانی درنښت نه دی پاتې اوڅوک ورته دیوې بې پرې اونړیوالې ملګرې ادارې په سترګه نه ګوري علت یې هم دادی چې دغه ادارې خپل نړیوال درنښت اوبې پرې توب نه دی ساتلی دامریکا اودهغې دملګروهیوادونودریځ ورنه جوړشوی ،اوهروخت یې دنړۍ دمظلومو ملتونوپه وړاندې جابرانه اومظلومانه پریکړې کړي دي .ددې په ځای چې دخپل مسولئیت سره سم دهغوی اواز اوچت کړي په هغوی یې دجبرلاس ورایښی ، ساه یې وربنده کړې او ظالم ته یې په هغوی باندې دظلم لاره هواره کړې ده .
داچې د دغه ټولوکړنو ،مرامونواوهدفونودپلي کولولپاره یورنګین شعاروکاروي اوهم یې دخپلونړیوالوغوښتنولپاره د سپرپه توګه وسیله وګرځی هغه دسولې کلمه ده چې تردې دمه یې د ګڼوناروا غوښتنولپاره دیوه شعارپه توګه ورڅخه کاراخیستی . ګټ مټ لکه په افغانستان کې چې اوسمهال دهرڅه سره دملي کلمه پریمانه کاریږي لکه ، ملي ورخپاڼه .ملي ګوند، ملي حرکت ، ملي بانک اوګڼ نورله ملي سره تړلي نومونه ...
همدغسې په نړیواله کچه دسترونړیوالوقدرتونو دسیاسي ، اواقتصادي موخوسره تل ترهرڅه وړاندې سوله ایز غولوونکی اهداف مل وي ، خوداچې نړۍ له ډيرپخوانه دجګړې اوبشرځورونې په لومه کې ښکېل ده نوځک خودسولې هرغږاو اوازته لبیک وايي اوخپلې هڅې ورڅخه نه دریغوي خوداچې پایله بیاهم بل ډول راوځي نوپلان جوړونکي یوازې او یوازې په خپل پلان له سره غورکولوته وخت ورکوي .اوهغه منفي لاس ته راوړنې یې له یاده وتي وي کومې چې ددوی دتش په نامه سولیزپلان په پایله کې ترلاسه کیږي . دا به یوڅه دپخواخبرې وي ، ګڼ داسې نړیوال اوږدمهالي اولنډ مهالي پلانونه شته چې اقتصادي اوسیاسي ګټه یې یوازې دڅومشخصو زورو هیوادونو یاپه بل عبارت دهغوهیوادونوده چې ملګري ملتونه یې اشغال کړي دي . خوتاوانونه یې دافغانستان غوندې دنړۍ ګڼ بیوزلي هیوادونه ګالي اوترننه یې څه دښکیلاک اوڅه دزبېښاک له لارې دخپلوغوښتنوتابع کړي دي اوله مجبوریته ددوی په ناررواکړنودروا ټاپې وهي .
که دسپټمبر له یوولسمې نیټې نه راپه دیخوا دنړۍ وضعت ته ځیرشو نو نړۍ دجګړې اورسوځولې ده ، په دې لس کلنه موده کې دسوله ایزواهدافولپاره په پراخه اندازه اتومي مواد او وسلې کارول شوې په عراق کې ګڼ داسې ناروغان اوس هم دنړۍ په روغتونونوستړي ستومانه ګرځي چې په دغه هیوادکې دامریکايي فوځیانوله خواکارول شوو وسلوچې ظاهراساده وسلې وې خو داتومي سرګلولوڅخه خالي نه وې اویوارنیم په کې کارول شوي دي خراب کړي دا فغانستان دننګرهارپه توره بوړه کې اوس هم ماشومان له موره نیمګړي پیداکیږي ، اندامونه یې کاږه ، یایې ذهنونه خراب وي اویانه پاییږي ،دهرات په شینډنډ، بلابلوک اوهلمند کې ګڼې سیمې ددې شاهدانې دي خو له بده مرغه چې دوی بیا دموصل اوبغداد دخلکوغوندې ددې توان نه لري چې دنړۍ په مډرنو روغتونونودځان دعلاج لپاره وګرځي اویاڅوک ورباندې وژاړي ، دوی ډیرداسې دي چې دخپل ولایت ترعامې روغتیابه هم دتللو وس ونه لري . ددې دوو هیوادونو، اوسیدونکي یوډول انسانان دي دوی دنړۍ دزورورو واکمنانانودهوسواوپوچوسوله ایزوشعارونوقرباني شول خوپه پایله کې نه دبغدادله ځمکتلو دصدام اتومي وسلې راووتې اونه هم دتورې بوړې له سمڅوداسامه څه پاتې شونې لاس ته ورغلل ، مګردوی په خپل لیوني ضداونه بدلیدونکي دریځ خپل دغه ښکارونه ترسره کړل ، نه یې دچاخبرواوریده اونه یې په دې ته ورته جنایتونوله چابښنه وغوښته ځکه داهرڅه په دې هیواد کې دسولې د یوه مقدس ارمان لپاره ترسره شول خوپه بدل کې یې په لسګونو نور ارمانونه په وینواو اوښکوکې ولمبول . دښتوتوپان ، غرنی توپان ، ښامار، زرسری ښامار، اوګڼ نورعملیات چې اصلادبې ګناه خلکودوژنوسبب شول ټول دسولې ترنامه لاندې ترسره شول .
ددغه نا اخوالواوبدمرغیوڅادرله بده مرغه چې ترډیره په اسلامي نړۍ راخوردی اواسلامي هیوادونه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دنړیوالوسوله ایزو پلانونوقرباني دي دافغانستان او عراق ،جګړې ښايي په نړۍ کې دیوویشتمې پیړۍ ترټولوستربشري ناورینونه وبولو دغه سترې غمیزې په دغه دواړو هیوادونو کې دامریکا اودهغوی دهغومتحدینودسرتیرو اوفوځي ځواک په مرسته ترسره شوې چې په نړۍ کې دسولې اوبشریت نارې وهي ، په هره برخه کې مشترکې ګټې لرې خو دخپلودغوکټومخالفین چې دبشریوه برخه ده په حیواني او انساني سپیوداړي دبهرنیوځواکونوداعلامیوله مخې تراوسه په عرا ق اوافغانستان کې دامریکاپه مشرۍ دروانې جګړې په پایله کې دسلوزرو په شاوخواکې انسانان بې کوره شوي ، وژل شوي ، ټپیان شوي ، اومعیبوب شوي اوهمداسې په خپله په امریکا او اروپايي هیوادونوکې چې سرتیرې یې په یوه اوپه نامه دجګړې ډګرته دسولې راوستوجګړې ته په بیلابیلونومونوراوستل شوې کورنۍ یې دغم په ټغرناستې دي اوسرتیري یې په تابوتونوکې ورستانه شوي .بیاهم بریا د چا په برخه ده ؟ د جنګ که دسولې ؟ دجنګ ځکه چې سوله لاهم دیوه سپریوه شعاراویوې وسیلې په توګه پاتې ده خوجنګ په دغه ملتونوتپل شوی اوداهغه جکړه ده چې د تائیداوجوازپه ټاپه یې له هرڅه وړاندې د ملګرو ملتونوپه لړزاندو ګوتولګیدلې ده .
د یوویشتمې پيړۍ ترټولوستره لانجمنه موضوع چې څوځله ورته سوله ایزپلانونه ترتیب شوي لاهم همغسې دنړیوالولپاره دسولې چیغې وهي خوپه لوبه کې ښکېل هیوادونه (امریکا، اسرئیل ، برتانیه ، بې واکه محمودعباس اوجمع ملګري ملتونه ) یوازې ددغه لوبې ښه ننداره چیان دي اویوازې دنړۍ مطبوعاتوته دسولې لار، دسولې نقشه ، دریمه لاره اوپه بیلابیلو نومونو نور پلانونه وړاندې کوي چې دهريوه سره په یوډول نه یوډول دسولې ورستاړی یامختاړی تړلی دی چې هدف یې دفلسطیني مسلمان ولس ځورونه اودځمکې غصب کول دي ، ددې نه څوکاله وړاندې دحسن نصروالله ، دحزب الله اواسرائیلوجګړه چې دلبنان خاورې ته یې ګڼ مالي اوځاني زیانونه واړول په نړۍ کې دشوررشیانو یا دغرب په اصطلاح داسلامي افراطیانودله منځه وړلو لپاره سوله ایزعملیات وبلل شول چې دماشې ګوته یې دامریکا اوګولۍ یې داسرائیلوله ټوپکه وچلیدې خوهغه ماشومان ولې چې په بیروت کې د بمبارله امله ترنړیدلوسیمنټي دیوالونولاندې شول ؟
دایوه بې ځوابه پوښتنه ده ځکه په یارانه کې بنګړي ماتیري او اوربې لرګیونه بلیږي .دچین له خوا داغیورمسلمانانوځورونه ، په چیچین کې دروسي سرتیروله خوادچیچینیايي وګړومحرومیتونه همداراز دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دبیلابیلومذاهبوپیروان اواقلیتونه دغښتلوهیوادونوله خواترتهدیدونولاندې دي اومقتدرهیوادونه دسوله ایزواهدافوپه نامه په دوی باندې خپلې شومې غوښتنې عملې کوي باید په ډاګه ووایو چې دنړۍ دازادۍ غوښتنې ګڼې جګړې اومشروع مبارزې هم دشورش اوبغاوت په نامه ځپل کیږي اوځپونکی یې دا دلیل ګرځوي چې دوی غواړي نړیواله سوله برقراره وساتي اودنا امنیومخه ونیسي . امریکااو اروپايي ټولنه په بارباروايي چې ایران اتومي وسلې جوړوي باید دغه نظام له مینځه یوړل شي خوپوښتنه داده چې دوی له دغه سولیزې جګړې نه وروسته څه غواړي ؟ دافغانستان اوعراق غوندې هیوادچې هره ورځ په کې بې مرګ ژوبلې نه تیریږي .ایران که هرڅنګه دی وسلې جوړوي که دسوله ایزواهدافولپاره انرژي تولیدوی خوامن په کې دی ولس بې کاره نه دی خدمت یې کیږي معاش ورکول ، هرضرورت ته یې حکومت رسیدی شي ،داچې ویل کیږي بشري حقوق په کې تلف کیږي ، دبشرحقوق خوپه ابوغریب اوګوانتاناموکې وجودلري خوچیرته دی ؟
له ۲۰۰۰میلادي کال نه راپه دیخواپه افغانستان اوعراق کې دسولې راوستوپه موخه دښوونځیوپه اندازه فوځي مرکزي اوهوايي اډې هم جوړې شوې دي چې دلته نوپه ډاکه دسولې شتون ترسوال لاندې دی ؟ سوله نن ورځ په ګوانټاناموکې بندې ده ، سوله دامریکاپه مشرۍ دائیتلافي ځواکونوپه مشرۍ په هوايي بمبارونوکې وژل شوې ده ،موږ اوریدلي وو چې سوله ددواړخونوترمنیځ دجوړښت اویووالي په صورت کې رامینځ ته کیږي ، سوله دیوه اوبل د زغملو نه وروسته مینځ ته راځي خوهلته چې دمحکومو ملتونوسزا مرګ وي اودحاکمو قدرتونودناستې ځای رنګینې کرسۍ نوڅنګه به سوله دوام داره وه !
واقعي سوله که مصنوعي سوله؟ دچا ارمان ؟ ترڅه وخته ارمان ؟
داهغه پوښتنې دي چې تراوسه یې ځواب نشته اود نړیوالود فوځي خوځښتونوپه لوګیوکې ورک دی .اوس سوله څه چې نړیوال امنیت ترګواښ لاندې دی دقدرت غوښتنو، ښکیلاک ، اوزبيښاک لارو نوی رنګ اخیستی اوبایدچې دنړۍ محکوم ملتونه په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ چې اوس په کې یوځای هم سوله نه ده پاتې دغه له فریبه ډکه نړیواله وپیژني هغه خوشباوري لرې کړي چې دملګروملتونوامریکا اونورو مخکښوهیوادونو په باب یې لري یوه بله له سپکاوي ډکه پېښه اوکړنه چې سږکال ترسره شوه هغه هم دنړۍ سترامن خبرابوونکي دنړۍ یوه سوله ماتي ولسمشرته دسولې دنوبل جایزې ورکړه وه وروسته له هغه چې ولسمشربارک اوباما په افغانستان اوعراق کې هره ورځ په ورځني ډول دشلوکسانولپاره مرګ مقررکړنودنوبل نړیوالې بې سترګوکمیټې وپتیله چې دسولې راوستلودغه مخکښ ولسمشرته دغه جایزه دیوه چاپلوسانه حرکت له مخې ورکړي ، اباماته دنوبل جایزه ورکړل شوه اوهغه هم په ډیرویاړ ومنله لکه په ریښتیا یې چې دنړیوالې سولې لپاره لویه قرباني ورکړې وي .
که نړیواله ټولنه (چې دسیاست په ننۍ نړۍ کې یوډيرمعقول نوم دی ) له زړه یوه دامن نه ډکه نړۍ غواړي اوسوله دیوه سپیڅلي مقدس ارمان په نوم پلې کوي نو ګڼې لارې لري چې بشردوستي وپالي اود مظلوموولسونواوښکې پاکې کړي .
یوڅویې په دې ډول راوړلی شو.
۱-دلانجوپه هواري کې دفوځي ځواک له کارونې په کلکه ډډه کول
۲-یوازې دبشریت اوانساني ژوند داوچتولوپه نامه دبسپنو ، پورونواوبلاعوضه مرستوورکول .
۳-دنړۍ په وروسته پاتې هیوادونوکې له لاسوهنې نه جدې لاس اخیستل .
۴-ملګروملتونوته په ریښتني ډول واک ورکول په چاروکې یې نه مداخله اودپریکړوپه برخه کې دواک ورکول .
۵-په خوارو بې وزلواوجنګ ځپلوهیوادونوکې له هرڅه وړاندې دتعلیمي چارود پرمختګ لپاره لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه جوړل اوزده کړې ته ترټولو زیاته پاملرنه کول .
۶- په وروسته پاتې هیوادونوکې دملي اقتصادي زیربناوو په رغولوکې مرسته اودهیوادونوداقتصادي سیستمونوراژوندې کول .
۷-دپردې ترشا له استخباراتي اومعلوماتي معاملاتونه لاس اخیستل .
۸-دپرمختګ ، اوبیارغونې له ملي پروژو سره مرسته اوپه خواروهیوادونوکې له بې کارواووزګارو کسانوته کارموندل .
۹-دخپلواکۍ دجګړواودتوروریزم دمبارېزوبیلول اوپه ښه توګه پیژندل .
۱۰-دمذهبي ، هیوادنیو، نژادي او ټولنیزو تعصبونوله مینځه ووړل .
پورتني لس ټکی ښايي ډیرساده وي خوزمالپاره په کې دنړیوال واقعي سولې یوه برخه نغښتې ده .
په نړۍ کې دتلپاتې سولې په هیله
مړه دې وي دافغانستان دسولې دښمنان
په درنښت
ګل رحمن رحماني
۱۳۸۹-۷-۶جلال ابادښار