سندره

داسندره په خوست كى ياسين شفق او
په اوكرين كى غفور زى لكڼوال ته دالۍ ده!

دسترګو تور مې ده دځانه په ما ګران دى
ډير ښايسته زما جانان دى
دسترګې يې ښكلي دي بې شانه
ښكلې دي ښكلې د هرچانه
ځكه يې زړه وړی له مانه
مخ يې دى ښكلی د ګلاب نه قدردان دى
ډير ښايسته زما جانان دى
زما ليمه زما نظر دى
دورځې شمس دشپې قمر دى
ځكه زما دزړګي سر دى
په پرديسۍ كى هره شيبه مې ارمان دى
ډير ښايسته زما جانان دى
دبدخشان لعل ومرجان دى
باغ دګلونو دى بوستان دى
زما دزړه د درد درمان دى
ورته سركوپ دي ښاپيريان داسې انسان دى
ډير ښا يسته زما جانان دى
لكه ماشوم زړه راته ژاړي
دجانان سترګې رانه غواړي
په زړه څه وكړم نه ترې اوړي
د خوستي زړه باندې ډير ګران لكه قران دى
ډير ښا يسته زما جانان دى

الامارات العين صناعى