څه مووکړل چې مو وران ښکلی کابل کــړ
دماشوم په شان مو پرې پرې ګلاب ګل کړ
نه پردی و نه غليم و چې مو ورک وه
دا مو څه وکړل چې مړه مو واړه خپل کړ
دنفاق په اور کې سو غړی بوغړي وسو
مؤ ظف مو هر ساعت مرګ او اجل کړ
د غريب يتيم ته هېڅوګ نظر نه کړی
دمير ګن په شان يې اور ور باندې بل کړ
ډیر په قهر په عذاب د خدای اخته يو
په هر ځای کې دوطن مو جوړ مقتل کړ
پښتانه تاجک اوزبک ؤسکه وروڼه
دا نن چـــــا پـــــــه دوښمنۍ باندې بدل کړ
دافسوس اوښکې می څاڅي په ګريوان کې
جوړ مو خپل ورور ته ژور محکم مورچل کړ
خوستی لاړ شي چاته وژاړي چې مه کړه
وس يې نه شته په غمو يې خوړين ګو ګل کړ
سيد کريم متون
العين
وروستي