بې درمله بې ډاکټره ښه روغتیا!

که غواړئ چې د اوږده عمراو بشپړې روغتیا خاوندان اوسی د هڅاند او نوښتګر پوهاند ښاغلي آنتوني رابینزخورا ساده او اسانو سپارښتنوته د ژوند په یون کې تلپاتې پاملرنه وکړئ اوهغه د خپل ورځني ژوند عادت وګرځوی.نوموړی میلیونرپوهاند پخپل کتاب (په ۲۰ ورځو کې ناپایه بری) کې لیکي چې د اوږدې لیکنې غورچاڼ په لنډو ټکو کې ستاسو درنو لوستونکوته په درنښت وړاندې کوم.

۱ـــ ټول انسانان، تنفس، سا اخیستلواو استنشاق ته اړتیا لري او د سا په ا خیستلو اکسیجن د انسان سږو او تنفسي جهاز ته دا خلیږي په سږو کې د اکسیجن په جذب له وینو سره یوځای زړه ته لیږدول کیږي او بیا له زړه څخه د کوچنیو رګونو په وسیله د بدن د حجراتو د جوړیدوپه وینه کې د غوړینو توکوپه لمنځه وړواو دبدن د دفاعي ځواکمنی لپاره دا بهیر د ژوند تر پایه بې له ځنډه روا ن وی.

رابینز د اکسیجن زیات اخیستل خورا اړین بولي او هغه سپارښتنه کوي چې هر سهار په پاکه هوا کې ۳ ثانیې ښه ژوره سا واخلئ دغه سا ۱۲ ثانیې په سږو کې وساتی بیا په ۶ ثانیو کې سا وباسی. دا سا اخیستل د ورځې په اوږدو کې څو،څو ځله تکرار او بیا په راتلونکي کې پورتنی شمیرنوته د ۲ ضریب ورکړی .۶ ثانیې ژور تنفس وکړی ۲۴ ثانیې هوا په سږو کې وساتی اوپه ۱۲ثانیو کې ورو،وروتنفس وباسی او که درته دویم تمرین ناشونی وي لوړنی تمرین ورځنی عادت وګرځوی.
۲ــــ رابینز وایې چې د ځمکې کره ۷۰ سلنه له اوبو جوړه او دانسان بد ن ۸۰ سلنه له آوبوجوړشوی دی .اوبه د ژوند حیاتي ماده ده او دانسان بدن پاکواوبوته جدي اړتیا لري.

نو باید د ورځې په اوږدو کې ۶ ګیلاسه پاکې اوصحي اوبه وڅښل شي. له اوبوڅخه هم دانسان بدن د اړتیا وړ اکسیجن ترلاسه کوي او د هیښتیا خبره ده چې دانسان په وجود کې هره ثانیه ۷ میلیارده حجرات مري او پرځای ۷ میلیارده حجرات د ویني د خوځیدود سرو اوسپینوکرویاتواواکسیجن په مرسته جوړیږي او دا د ژوند بهیرد انسانانو په وجود کې د ژوند تر پایه روان دي.

۳ـ رابینز په ژوند کې د خوړو رژیم هم خورا اړین بولي د روغتیا لپاره بیلا بیلې تازه میوې او ترکاري بابو خورا ک خوراګټور اوارزښتنا ک بولي د زیاتوغوړینوتوکوخوراک د روغتیا لپاره ډیر تاواني اوخطرناک بولي.

که غواړی ډیر عمر اوښه صحت ولری دادرې سپارښتنې اوصحي ساده لارښود په پام کې وساتی.
۱ــ ژور تنفس ۲ـــ پاکې اوبه څښل ۳ــ د ورځنیو خوړوسره میوه جات اوسبزي جات خوړل.
ستـــــا ســـــو د همـــــــیشنی روغتــــیا په هــــــیله.