محمد بن سلمان: د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په حل کې مرسته کوو

روهي (څلورنۍ/۱ د کب)، د سعودي عربستان شهزاده او وليعهد محمد بن سلمان په يو رسمي هند تللی او له لومړي وزير نرېندرا مودي سره يې کتلي دي.

مودي او محمد بن سلمان په سيمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډې مبارزې ټېنګار کړی دی او ويلي دي چې په دې برخه کې به دواړه هېوادونه د يو بل مرسته کوي.

د سعودي عربستان وليعهد پاکستان له سفر ورورسته سمدلاسه هند ته تللی او ژمنه يې کړې ده چې هېواد به يې د هند او پاکستان ترمنځ د شته کړکېچ په هواري کې مرسته وکړي.

مودي له محمد بن سلمان سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې په هندي کمشير کې د تېرې اونۍ ځانمرګی بريد غندلی او ويلي دي چې ترهګري د نړۍ هر هېواد لپاره ګواښ او خطر دی.

محمد بن سلمان اسيايي هېوادونو ته خپل سفر پيل کړی چې لومړی پاکستان او ورپسې هندوستان ته لاړ. سلمان پاکستان کې له عمران خان سره ولېدل او د واړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا او يو شمېر تړونونو په اړه يې بحث کړی.