افغانستان پر وصل باور لري، نه پر فصل

سره له دې چې افغانستان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې له هیڅ ګاونډي څخه هم ښه خاطره نه لري، ځکه اکثرو یې زموږ په ناورین کې مستقیم او یا غیر مستقیم لاس درلود او یا یې لا هم لري او هغوی چې وایي موږ لاس نه درلود، حداقل په رڼو سترګو یې زموږ د بدحالۍ ننداره وکړه او د یو ګاونډي په توګه یې پر موږ زړه ونه سوځاوه، د صادقانه همکارۍ او خواخوږۍ لاس یې را تېر نه کړ او نه یې هم دا فکر وکړ چې موږ څنګه له دغه حالته وباسي، د دې ټولو باوجود لا هم افغانستان هیچاته بد نېت او ناوړه اراده نه لري. لا هم موږ په دوه اړخیزه همکارۍ، متقابل درناوي او ښه ګاونډيتوب باور لرو، ځکه افغانان د وصل خلک دي نه د فصل او جدایي.

افغانان په سیمه کې د زرګونو کالو تاریخ لري، د تمدن، عظمت او ښه ګاونډیتوب تاریخ. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د هیڅ ګاونډي پر وړاندې داسې ګام نه دی پورته کړی چې له امله یې موږ ته د ملامتۍ ګوته ونیول شي. موږ ته چې څوک په دوستۍ او مېلمستیا راغلي، نو ځانونه مو ترې نذرانه کړي، د دوی پالنه او درناوی مو کړی او ښه مو پاللي دي، خو هغوی چې د دښمنۍ او په بدنېت راغلي، نو په خپل راتګ پښېمانه شوي، جسدونه او تنې یې دلته پاتې شوي، ځکه افغانان چې څومره په متقابلو اړیکو باور لري او درناوی ورته کوي، نو همدومره برعکس د زور او یرغل پر وړاندې حساس دي.

ولسمشر غني په غني خېلو کې وویل، پخوا به چې د تورخم دروازه وتړل شوه، نو کابل به په لړزه و، نرخونه به اسمان ته وختل او خلک به له قحطۍ وېرېدل، مګر اوس خبره برعکس شوې، اوس که موږ تورخم بند کړو، نو اسلام اباد به په لړزه شي. هغه ویل، موږ تورخم ځکه نه بندو چې موږ د فصل نه، بلکې د وصل خلک یوو.

موږ خپلو ټول ګاونډیو سره په تاکید د ښو او دوستانه مناسباتو او سولې غوښتونکي یوو. موږ هېڅکله خپلو ګاونډیو ته کوم ګواښ نه دی کړی ـ دې کې زموږ ملي ګټې نه دي نغښتې. علاوه پر دې پرته د افغانستان له لارې د منځني آسیا او جنوبي آسیا تر منځ هېڅ دایمي اقتصادي اړیکې نشي تأمینېدلی.

سیمه ییزې اړیکې او دوستانه مناسبات د دې لپاره هم حتمي او ضروري دي چې موږ د ناامنۍ، مخدره موادو او تروریزم په وړاندې یوې سیمه ییزې هوکړې ته اړتیا لرو، او داسې اداري جوړښتونو جوړولو ته اړتیا لرو تر څو زموږ د ټولو امنیت او سوکالۍ ساتنه وکړي. سیمه ییز محیط د سیاسي پولو په اساس پر مخ نه ځي. د اوبو مدیریت زموږ د ټولو په ګټه ده. موږ د دې وړاندیز کوو تر څو طبیعي حوادثو ته د رسیدګۍ او طبیعي زېرمو لکه ځنګلونو او اوبو ساتلو کې یوه همغږي ولرو. په دې ډول همغږۍ او همکارۍ کې د سیمې د ټولو هیوادونو، دولتونو او ملتونو ګټې خوندي دي. موږ یوازې د ځان نه د ټولو په فکر کې یوو.