افغانستان خپلې اوبه مهاروي

له کومې ورځې چې ولسمشر غني ویلي د ي چې زموږ اوبه زموږ ابرو دي او موږ یې د مهارولو لپاره جدي تصمیم لرو، نو له همغې ورځې پاکستان او ایران د افغانستان پر ضد خپلې توطیې او د جنګي ډلو ملاتړ ته پام لا زیات کړی دی، ځکه دوی غواړي چې له دې لارې مزاحمت ایجاد او دولت ته دا چانس ورنه کړي چې دوی د اوبو مهارولو ته فرصت ومومي.

دلیل یې دادی چې پاکستان او ایران لسیزې او سلیزې زموږ له اوبو او نورو منابعو څخه وړیا ګټه اخیستې او لا یې هم زړه دی چې د افغانستان اوبه د ځان په نفعه استفاده کړي. مګر دوی به نور په دې برخه کې خپلې دغې هیلې ته ځکه ونه رسېږي چې ولسمشر غني په خپل تصمیم کې جدي او عملي دی، ځکه عملاً د بندونو کار پیل شوی، سروې ګانې جریان لري او په پام کې ده چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو او د برېښنا د تولید بندونه جوړ شي. تر څو له یوې خوا برېښنا تولید شي او له بلې خوا وچکالۍ ځپلې کروندې خړوب او د افغانستان د کرنیزو پیداوارو کچه لوړه شي.

د کرنې په برخه کې د اوبو لګولو انسجام یو له هغو کړنو څخه دی چی د ژوند د چاپیریال په ساتنه کې هم لویه مرسته کولی شي. له اوبو څخه د موثرې استفادې لپاره په لومړي قدم کې د اوبو عادلانه وېش، په دویم قدم کې له هغې څخه دقیقه او پلان شوې ګټه اخیستنه، او په دریم قدم کې د داسې یو کولتور په رامنځته کولوپورې اړه لري چې خلک اوبو ته د خپل ژوند د یوې با ارزښته برخې په توګه پام وکړي او له هغې څخه په ډېر دقت او د سپما په نظرکې لرلو سره ګټه واخلي.

سره له دې چې افغانستان پرېمانه اوبه لري، خو د نه مدیریت له امله یې زموږ کروندګر د اوبو د کموالي له ستونزې ځورېږي چې ځینې یې په خپل سر ژورې څاګانې باسي. د ژورو څاګانو د خپلسرو کیندنو مخنیوی چې مستقیماً چینو او کاریزونو ته تاوان رسوي باید مخه یې ونیول شي او د مخنیوي لپاره یې باید د اوبو د مدیریت ترڅنګ د اوبو لګولو سیستمونه ورغاول شي.

د ښارونو په سطحه او یا د صنعتي فابریکو د موخو لپاره له اوبو څخه د ګټې اخیستنې د تنظیم لپاره یوې سراسري پالیسۍ ته اړتیا لرو چې هم د اوبو د غوښتونکو اړتیاوې پوره کړي او هم د اوبو د ضایع کیدلو مخنیوی وشي.

د اوبو د مهارولو عمده ګټه داده چې شاړې ځمکې او دښتې ورسره ابادېږي، په کروندو بدلېږي. د برېښنا تولید ورسره زیاتېږي، هیواد کرار کرار له وارداتي څخه په صنعتي او صادراتي هیواد بدلېږي. د ژوند اسانتیاوې او زمینې زیاتېږي. خلکو ته کار او فرصتونه رامنځت کېږي او د ژوند کچه او د اقتصاد وده ورسره باوري کېږي، نو له دې امله ولسمشر غني د اوبو په مدیریت کې جدي دی، ځکه هغه غواړي چې د افغانستان له منابعو څخه په استفادې هم اقتصادي وده یقیني کړي او هم افغانستان د پردیو له احتیاجه وباسي.