
ښاغلي زورواکه ، غواړم ستاسره خبرې وکړم . هيله لرم چې زما دږغ داوريدلووخت اوزغم ولری ، ستا څخه زماغوښتنه درنه نده . ته هم دها ، نوروغښتلوپه شان زما څخه هرڅه واخله ، ولې انسان مي ګڼه اودغه لقب اووياړمه راڅخه اخله . دخپل وطن سره مينه اووخپلوخلګوته دخدمت کولوارمان هم وماته راپريږده . ښاغلي زورواکه ، پدې اړه دڅه ويلواجازه لرم ؟ / زه وتاته دوړاندي کولو دپاره نورډېرڅه لرم : زماڅخه بيره ، غم اوزمادوطن دکونډواويتيمانواوښکي واخله . زماڅخه ددرواغوويلوناوړه دود، دخلګوپه سترګوکښې خاوري اچول ، ټګي اوبرګي ، کرکه ، جګړه اونفاق واخله . زما څخه بيوزلي ، ناروغي اوبدنامي واخله ، داټوله دي دتل دپاره ستا وي . زه وتاته ډاډ درکوم چې زه به يې هيڅکله دبيالاس ته راوړلو دعوه ، پوښتنه اوغوښتنه ونکړم . ښاغلي زورواکه ، پدې اړه دڅه ويلو اجازه لرم ؟؟؟