
طنز :
يوسړی دګانا ( Ghana ) دهيواد څخه د( اماډو Amado ) په نامه يوملګری درلودی ، دغه ګانايي اماډو يوه ورځ وخپل افغان يارته دکروکوډيل ( Crocodile ) يوښه رنګه اوپه ډيچيټل کامرې اخيستل سوی عکس وروښود، ويل اې افګانه ياره ! تاسي ده ته په افغانستان کي څه واياست ؟ - سړي چي دکروکوډيل خلاصه خوله اوتيره غاښونه وليدل چي حملې ته ټک اوماشه وه ويل موږ به بد وکړوچي ده ته به څه وايو . زموږ خو څه ځان ندی دغاړې ، زموږ دښاغلي کروکوډيل قهر او اوښکو دواړوته سلام دئ .
محمدجاويدکمال