پاکستان ته د نرېندرا مودي پيغام: کومه لار دې چې غوره کړې ځان به پرې تباه کړې

روهي (جمعه/۲۶ د سلواغې)، د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي په کمشير کې د تېرې ورځې بريد سخت غندلی او د غچ اخېستو يې ويلي دي.

مودي په نوي ډيلي کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د پاکستان لار د تباهۍ ده او ځان په کې برباد کړي.

مودي ويلي چې که چېرې پاکستان د هندوستان د تباهۍ فکر کوي نو دغه سوچ دې له ذهنه لېرې کړي او شونتيا نه لري.

نوموړي ټېنګار کړی دی چې بريدګرو به د تېرې ورځې سخت غچ واخلي او په سخته به يې ورته تمام کړي.

د هند تر کنټرول لاندې کمشير کې د تېرې ورځې ځانمرګي بريد ۴۶ هندي سرتيري ووژل او په ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.

پاکستان په ياد بريد کې خپل لاس لرل رد کړل خو په پاکستان کې د جيش محمد په نوم وسله والې ډلې د بريد مسووليت په غاړه واخېست.